جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

سیاسیون، که مدني فعالان!؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اگست 9, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
71
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مدني فعال اصطلاح هم راوارد شوې ده او په تېرو څو کلونو کې دغه اصطلاح دومره وکارېده، چې اوس ترې خلک کرکه کوي او مدني فعال ورته کومه بله بلا ښکاري. مدني فعالانو چې کوم شعار ورکاوه او خلک یې پر ځانونو راټولول؛ خو په واقعیت کې دوی د خپلو شعارونو خلاف روان وو. دوی د دې پر ځای چې د ملت ستونزې حل کړي او تر چارواکو یې ورسوي، بلکې دوی تل د چارواکو پر دسترخوانونو ناست وو او یوه گوله ډوډۍ یې هم غنمیت گڼله. په گرد افغانستان کې د مدني فعالانو همدغه حالت دی. د والیانو، قومندانانو، وزیرانو، رییسانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په خدمت کې دي او د خدمت شعار یې یوازې د جېب ډکول او د یوه وخت د نس مړول دي. مدني فعالانو ته دا غټه خبره ده، چې یو وخت ډوډۍ وړیا وخوري او د یوې میاشتې د انټرنېټ لگښت یې څوک ورکړي.

څو کاله مخکېنیو مدني فعالانو ته چې اوس د مدني فعال کلمه وکاروې، نو د جگړې تر بریده درسره ځي او مدني فعال د ځان لپاره شرم گڼي. ځینې پوه شوي چې څومره خیانتونه یې کړي او د چارواکو څومره جنایتونه یې د یو موبایل کارت لپاره هم پټ کړي او ملت یې څومره غولولی او په کومو پلمو یې ترې جېبونه پرې کړي دي، نو اوس ورته مدني فعال ویل هم بد ښکاري.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

ولسمشریزې ټاکنې کېدای شي راتلونکی کار ترسره شي. زه ځکه احتمالي وایم چې له راتلونکي یوازې الله جل جلاله خبر دی او یو کال وروسته چې څه پېښېږي، په دې موږ نه پوهېږو. یوه احتمال د امریکایانو د وتلو او د سولې کول دي. که سوله وشي، نو ټاکنې کېدای شي څوکاله وځنډېږي. د یوه شرعي نظام په چوکاټ کې به راتلونکی حکومت ټاکل کېږي او هر چاته به خپله برخه د خپلې وړتیا له مخکې ورکول کېږي. حکومت به یوازې د پنجشېر نه وي، بلکې په دغه حکومت کې به هر څوک خپله څېره وگوري او ټولنمنلی نظام به وي او د یوې ولسوالۍ چارواکي به پر ټول افغانستان حاکمان نه وي.

بل احتمال د جگړې د گرمېدو او د داعشي پروژې د پرمختگ هم دی. له فاریابه په امریکايي الوتکو کې ۲۰۰ داعشیان نامعلوم ځایونو ته لېږدول شي. کېدای شي یوه اوونۍ وروسته یې سرونه په بدخشان کې راښکاره شي او خپل لومړني بریدونه په چین او یا هم تاجکستان کې ترسره کړي. که داعشیان همداسې پرمخ ولاړ شي، نو چین او روسیه به مجبوره شي، چې په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي او خپلې پولې وساتي. د دواړو هېوادونو د بمبار ځایونه به د افغان خاوره وي او دغه جگړه به د روس او چین خاورې ته پرېنږدي.

داعشیان له ننگرهاره تر پکتیا، کونړ، لغمان، فاریاب، زابل او تر کابل ورسېدل. نورو سیمو ته به هم په کرار ـ کرار رسول کېږي. د داعشیانو پر مټ به دلته د سني او شعیه جگړه پیلوي او امریکایان به یې یوازې ننداره کوي. داعشیانو ته د هوايي خلافت په مخکې یوازې شیعه گان خنډ ښکاري؛ خو د نړۍ ستر وحشي صلیبیان  ورته خپل دوستان ښکاري او د دوی پر مټ به جگړه گرموي.

درېیم احتمال د یو لوی اېتلاف جوړولو دی. امریکا له ډېرو سره ژمنه کړې، چې راتلونکی ولسمشر به ته وې. عطاء محمد نور، محمد عمر داوودزی، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، اشرف غني، رسول سیاف، جنرال دوستم، احمد ضیاء مسعود او حضرت عمر زاخېلوال راتلونکي احتمالي نوماندان دي. خو د دوی له ډلې به یو کس ټاکل کېږي او دغه کس تراوسه معلوم نه دی. د ټرمپ اداره د بارک اوباما له ادارې سره فرق لري او د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه نه کوي، یا ورسره ډېره دلچسپي نه لري.

کېدای شي اوسنی حکومت نور هم وغځېږي او دغه دوه سري حکومت شپږ کلن او یا هم لس کلن شي. خو دا ډېر کمزوری احتمال دی، ځکه د امریکا پر حکومت کورني او بهرني فشارونه ډېر دي، چې له افغانستان خپل پوځیان وباسي او دغه جگړه بس کړي.

اشرف غني سر له اوسه د حکومت مخکېنیو مخالفینو سره ناستې پیل کړي، خو په رسنیو کې حقایق نه خپرېږي، بلکې خبرونه د ارگ په اعلامیو جوړېږي، چې اشرف غني له دوی سره په «کومو مهمو موضوعاتو» خبرې کول غواړي؟ دغه ټول سیاسیون یا په اصطلاح مدني فعالان ازمایل شوي او د ازمایل شویو بیا ازمایل لویه تېروتنه ده.

خو موږ یو امېد خدای ته لرو. هغه دادی چې دلته د زرگونه خلکو قرباني قبولې کړي او موږ د یوه سوچه اسلامي نظام څښتنان کړي او امریکا شرمېدلې له افغانستانه ووځي. که امریکا ووځي او دلته یو شرعي نظام راشي، نو ډاډ درکوم چې داعشیان به په یوه ورځ د افغانستان خاورې داسې ورک شي، چې بیا به خلکو سره ذهنونو کې یوازې د دوی د ظلمونو او کړاوونو کیسې یو څو کاله پاتې شي. ځکه د امریکا په وتلو سره دوی هم د خپل بادار پر لوري روان دي.

لوی ټکي: ارگاېتلافونهخالد روانسیاسیونمعاملېمهم
مخکینې مطلب

پلچرخي: شاوخوا اته زره زندانيانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړی

بل مطلب

خيبرپښتونخوا: تحريک انصاف د وزير اعلی څوکۍ ته نوماند انتخاب کړ

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com