شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سياسي ځواکونو سره د غني تر ځانګړو مجالسو

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 10, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
162
ځلې شریک شوی
94
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

تميم توفيق
ابله ورځ اشرف غني په ارګ کې له مشهورو سياستمدارانو او سياسي ځواکونو سره ځانګړې ناسته لرله، ويل کيږي چې غني هر د سياسي ګوند مشر ځانګړې کوټې ته د ملاقات لپاره غوښتی او د نورو له انظارو پټ يې ورسره مجلس کړی دی.
په نژدې ورځو کې د پارلمان او ولسواليو د شوراګانو انتخابات راروان دي او په هغو پسې بيا د ولسمشرۍ د انتخاباتو وار دی. په دې انتخاباتي مهم دور کې له سياستمدارانو سره د غني ناسته او ځانګړي مجالس پر ځای او د ده لپاره خورا مفيد عمل و؛ ځکه چې همدا سياست مداران او د هغوی حمايت کونکي به وي چې خلک انتخاباتي حوزو ته بوځي او د يو چا په ګټه پرې رايه ورکړي، که دا د غني په ګټه وشي؛ نو د ده لپاره د کورتو پر سر کورني غوړي دي.
دغو سياسيونو څه موده وړاندې د ملي وحدت حکومت په انتخاباتي طرزالعمل اعتراض کړی و او ويلي يې و چې انتخابات بايد حزبي شي او له بايوميترک سستم نه په استفاده وشي، تر څو د درغلۍ مخه ونيول شي، هغه مهال د دولت لخوا دغه اعتراض بابيزه وګڼل شو، خو د وړمې ورځې مجلس څرګندوي چې ارګ د اعتراض بوج احساس کړی دی.
د سياسي احزابو له مشرانو سره د غني د ملاقات يوه موخه دا هم وه چې ملاتړ يې خپل کړي، ارګ فعلا هيڅ سياسي ګوند نه لري او هغه چې د ۲۰۱۴ په انتخاباتو کې يې د ده ملا تړلې وه، هم د ملي وحدت حکومت د ويش په مهال ترې ناراضه شوي دي او د اپوزيسيون په صف کې دريدلي دي.
دغه راز حکمتيار چې ارګ ته تر نورو نژدې بلل کيده، هغه هم ترې فاصله نيولې او له هغو سره اوږه په اوږه د ارګ په مخالفت کې ولاړ دی، چې د ارګ له لوري د انتخاباتو په ټاکل شوي نظام سر له اوسه شکمن دي او ويره لري چې که رايه اچونه د ارګ په طريقه اداره کيږي؛ نو له هر چا ډير به دغه سياسي ځواک له انزوا سره مخ شي.
د ګوندي سياستمدارانو دغه ويره وه چې غني يې هم واک ته د نه رسيدو له ويرې سره مخ کړ او مجبور يې کړ چې هر يو له بله بيل وويني او د جلا اُميدونو په ورکولو سره يې د ځان په ګټه وڅرخوي.
افغانان له ډير پخوا نه په دې يقين دي چې د اشرف غني په شمول د ټولو سياسي ګوندونو کابل ميشتي او يرغل پلوي مشران د هيواد او هيوادوالو امن او ثبات ته چندانې ژمنتيا نه لري او هغه څه کوي چې د خپل سياست او ځان په ګټه يې تماميږي، هغه که هر څو د هيواد او ولس په زيان هم وي.
دې مجالسو ته په کتو داسې ښکاري چې اوسنۍ او راروانه سياسي اوضاع د ولس دا يقين نور هم پخوي؛ ځکه چې اشرف غني به لکه د تير په څير يو ځل بيا واک ته د رسيدو په مينه کې اساسي قانون تر پښو لاندې کړي او سياسي احزاب به هم د ځينو ارمانونو د ترسره کيدو په پار له ټولو هغو دريځونو تير شي، چې فعلاً يې د هيواد او ولس په ګټه بولي.
که داسې وشي، چې حالاتو ته په تناظر ډير امکان لري؛ نو تر لمر به روښانه شي چې د اشغالګرو امريکايانو د استعماري اهدافو ملګري سياستمداران د خپلو نااشنا سليقو پيروان دي، چې نه ورته اساسي قانون کوم اهميت لري، نه په وطن کې امن او ثبات ورته مهم دي، نه د ولس په غميزو او ناخوالو درديږي او نه هم ورته ملي ارزښتونه چندانې قيمت لري، اسلام او ديني ارزښتونه خو خورا لرې خبره ده.
نو په دې بناء، هغه وګړي چې د دوی په کيسو تيروتلي، خو په ديني او ملي ارزښتونو او د هيواد او ولس په غم درديدونکي دي، بايد راتلونکې ته اماده اوسي او چې کله د نورو هيوادوالو په څير دوی هم پورته ياد شوي يقين ته ورسيدل؛ نو د دې ټولو د اشغال ډول ته ګډيدونکو په وړاندې دې هغسې کلک دريځ خپل کړي، لکه د بهرنيو يرغلګرو او د هغوی د کورنيو ملګرو په وړاندې چې څو مبارزينو خپل کړی دی، تر څو مو هم دين او وطن له دې قساوتګرو او پرديپالو خلاص شي او هم مو ولس د ارام سا واخلي.
د هماغې ورځې په هيله.

مخکینې مطلب

ناټو به د طالبانو غچ له غزني ښاريانو اخلي

بل مطلب

غزني؛: ښکیلې خواوې یو اوبل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com