(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۰)
راپورونه وایي چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې لویه امنیتي قرارګاه نیولې.
پژواک اژانس ته یې سرچینو ویلي چې په برید کې نهه دملي اردو او ۷ تنه دپولیسو عسکر وژل شوي.
دولتي ځواکونو په دې تړاو رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی خو طالبانو ویلي چې د خوګاو په نامه قرارګاه او د قوماندان زمري اړوند یوه پوسته یې نیولې او تر ۱۴ پورې امنیتي منسوبین یې وژلي.
طالبانو دغه راز ویلي چې په دې برید کې یې ۳ عسکر ژوندي نیولي او زیاتې وسلې او مهمات یې ترې ولجه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په همهاله توګه د ګاونډي کندوز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د آقتيپې په سیمه کې پر یوه بیس برید کړی چې ۴ عسکر يې وژلي او یو ټپي دی.

















