د دفاع وزارت نوي ویاند رسماً په کار پیل وکړ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۰)
نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې تر غرمې وړاندې د دفاع وزارت په مقر کې تر سره شول، سید غفور احمد ” جاوید“ د دغه وزارت د نوي ویاند په حیث په کار پیل وکړ.
نوموړی به تر دې وروسته د محمد رادمنش پر ځای دا دنده مخته وړي، د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي
”د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د هیواد د جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د حکم پر اساس ښاغلی سید غفور احمد ” جاوید” د ملي دفاع وزارت دپالیسۍاو ستراتیژۍ معاونیت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو د رئیس او ویاند په توګه ګمارل شوی دی. “
دا په تیرو څو میاشتو کې دوهم ویاند ده چې دې وزارت ته ورپیژندل کیږي، تر دې وړاندې محمد رادمنش او تر وړاندې یې متقاعد جنرال دولت وزیري یاده دنده مخته وړله.
د دې وزارت پر ویاندویانو تور دی چې له واقعیتونو سترګې پټوي او د تلفاتو واقعي راپورونه نه رسنیز کوي.
د شنونکو په وینا، دپیښو پرمهال په ټولنیزو رسنیو کې د دولتی ویاندویانو ادعاو ته کوم اهمیت نه ورکول کیږي او له همدې امله ده چې دولت وخت پر وخت په ویاندویانو کې تغیر او تبدیل راولي ، څو خپلې ادعاوې د نویو اشخاصو په رامخته کولو سره پر خلکو ومني.



