د نبوي مولد نماځني په اړه عادلانه نظر

حامد افغان

لومړی باید د نبوي مولد د حکم په اړه د علم او عدل په رڼا کې خبره وکړو، له دې باید انکار ونه شي چې دې موضوع کې د علماو اختلاف دی، د امت ځیني لویو علماو هغه په ځیني شرایطو سره مستحب او ښه کار بللی دی، بلکي پخپله امام ابن التیمیه که څه هم د مولد نمانځنه بدعت بولي خو څوک چې مولد نمانځي هغوی ته یې عذر بیان کړی دی او په دې نظر دی چې هغوی ته به الله جل جلاله لوی اجر ورکوي، دی پخپل کتاب: (اقتضاء الصراط المستقيم) کې لیکي: ځیني خلک د نبوي مولد نمانځنه او درنښت کوي هغوی لره به لوی اجر او ثواب وي، ځکه د هغوی نیتونه ښه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعظيم یې موخه ده. لکه مخکي مو درته وویل چې د کره مومن له پاره ځیني بد کارونه د نورو له پاره ښه وي.

د نبوي مولد د حکم تفصیل

دویمه برخه کې د نبوي مولد د حکم په اړه زه وایم چې په څو شرطونو سره روا ده لکه څوک یې چې یواځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت بیانولو په نیت نمانځي او د مومنانو په زړونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه تازه کول یې موخه وي، افراط نه کوي لکه استغاثه او له رسول الله نه مرسته غوښتل، په دې غونډه کې نارواوې او منکرات نه وي لکه د نرو او ښځو ګډون، نه خرافاتي عقیدې وي لکه په ویښه د مولد مجلس ته د رسول الله د راتګ فکر، او د دې نمانځنې د ځانګړې فضیلت ګروهه او د محدودې ورځې ټاکنه هم نه وي.

په دې طریقه مولد نمانځنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیږیدلو له مبارکې پېښې سمه ګټه اخیستل دي لکه په اولسم د روژې چې خطیبان پخپلو خطبو کې د بدر د غزا یادونه کوي، په شلم یې د مکې د فتحې په اړه خطبې وایي، او د هجري کال په پیل کې د هجرت په موضوع خطبې ترتيبوي، په دې کې هیڅ مشکل نشته روا کار دی، ځکه دا فقط یو تذکیر او یادښت ده او د ځانګړې عبادت په توګه نه ده چې بدعت وبلل شي.

په دې شرایطو برابر مولد نمانځلو سره نبوي مولد نمانځنه حرام او بدعت نشوه، بلکي د اصول الفقه په اصطلاح دا په “المصلحة المرسلة” کې راغی، یعني په دې شرطونو سره مولد نمانځل د سیرت بیانولو او په مسلمانانو کې د رسول الله د میني تازه کولو له پاره مطلقا یوه وسیله او ذریعه وګرځيدله، نو که څوک غواړي په مباح او روا طریقه مولد ونمانځي هغه باید خلک په دې لاندې ټکو پوه کړي:

1) له ناروا او منکراتو پاکه د مولد نمانځلو غونډه عبادت نه ده او نه د عبادت په نیت جوړه شوې ده بلکي موخه یې یواځې له یوې ځانګړې تاریخي پېښي ( نبوي مولد) شرعي ګټه پورته کول دي او هغه نبوي سیرت بیانول او له رسول الله سره د خلکو مینه پیدا کول دي.

2) په شریعت کې د نبوي مولد کالنۍ ورځ نمانځل ځانګړی حیثیت نه لري او نه یې شریعت ځانګړی فضیلت او غوراوی بیان کړی ده.

3) د مولد په ورځ د خلکو ځانګړې ناسم نظریات او ناروا او د شریعت خلاف کارونه بیانول او په ګوته کول، لکه په دې ورځو /ورځ روژه نیول یا خیرات او نور عبادتونه کول، څرنګه چې په دې ورځ مطلق خیرات او صدقه شرعي دلیل نه لري نو بیا له خلکو د خیرات له پاره چندې راټولول په ناروا د پاسه بله ناروا شوه. چنده ټولول سوال او ذلت ده او بې له اشد ضرورته ناروا ده.

نو په دې شرطونو برابر مولد نمانځل بدعت نه ده او د هغه تردید هم سم کار نه ده، خو که څوک یې په دې نیت ردوي چې په ډېرو خلکو کې د مولد په اړه ناروا ګروهې او غلط رسمونه رواج شوي دي نو د دوی تردید هم پر ځای ده او دا د منکراتو او نارواوو د مخنیوي ( د سد الزرائع په توګه) په خاطر مهم ده، خو دا ردکوونکی باید په تردید کې افراط ونه کړي او هغه داسې چې په لوړو شرایطو پوره مولد نمانځل باید واضح کړي او د هغه د رواوالي اعتراف وکړي.

موږ چې په کومو شرایطو سره د مولد نمانځنې یادونه وکړه په دې طریقه یې سلفیان او د مولد مطلق مخالفین هم نمانځي د ربیع الاول میاشتې د لومړۍ جمعې په خطبو کې د سعودي عربستان خطیبان پخپلو خطبو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم فضيلتونه او په امت باندې د هغه حقوق بیانوي او بیا د مولد نمانځلو تردید کوي او په هغه کې د خلکو په ناروا رسمونو او ناسمو افکارو نیوکې کوي، نو دا د جمعې هره خطبه کټمټ هغه ډول مولد نمانځنه شوه چې موږ یې یادونه وکړه، په دومره توپیر چې نوم یې د جمعې خطبه ده نه مولد نمانځنه.

یا د بېلګې په توګه ځیني سعودي علماو د وعظ کتابونه لیکلي دي، لکه د شیخ عثیمین: مجالس شهر رمضان، په دې کتاب کې په اولسمه او شلمه روژه کې د بدر او فتحه مکه د غزاګانو یادونه شوې ده، او شیخ لیکلي دي چې دا درسونه باید هرکال امامان په جوماتونو کې خلکو ته بیان کړي او وایي په دې کې لوی اجر او ثواب ده، نو د سعودي په اکثره جوماتونو کې په ټاکلیو ورځو د اسلام د تاریخ دا دوه لویې ورځې هرکال نمانځل کیږي او هیڅوک یې بدعت نه بولي، ځکه دا کار عبادت نه بلل کیږي بلکي یواځې د دې دوو لویو ورځو یادونه او نمانځنه ده او مسلمانانو ته د اسلامي تاریخ د دې دوو ورځو یادونه مهمه او ګټوره ده، نو په دې ډول د نبوي مولد یادونه هم ګټوره او روا کار شو.

خلاصه:

د لیکنې خلاصه او غورچاڼ دا شو چې مطلقاً مولد نمانځل باید روا او ناروا ونه بلل شي، مولد دوه ډوله کوو، یو هغه چې زموږ په لوړو شرایطو برابر وي، ناروا او غلط رسمونه نه وي په کې د عبادت په نیت هم نه وي، له یوې ځانګړې تاریخي پېښې نه د استفادې په نیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت بیانول یې موخه وي او دا چې د خلکو په زړونو کې د رسول الله مینه تازه شي، نو دا ډول مولد نمانځنه مباح، روا او د موخې په لحاظ د ثواب کار ده. او دویم هغه مولد نمانځل دي لکه په هند، پاکستان، بنګلادیش او افغانستان کې یې چې ځیني خلک لمانځي، هغوی د نبوي مولد په ترڅ کې نور ناروا رسمونه، رواجونه او د شریعت ښکاره خلاف کارونه ترسره کوي، او دا طریقه یې ناسمه او بدعت ده. او د دې تردید کول او بدعت بلل لازمي دي.

سپارښتنه:

لکه مخکي مو وویل د مولد نمانځلو موضوع اختلافي ده او له بده مرغه اوس خو د اختلافي موضوعاتو په سر جګړو او شخړو ته خبره رسیدلې ده، نو له دواړو مخالفو اړخونو مو دا هیله ده او دا سپارښتنه ورته کوم چې د دې موضوع اړوند له عدل او انصاف نه کار واخلئ، چې څوک یې کوي هغه دې په لوړو شرایطو پوره او شرعي طریقه سره کوي او څوک یې چې مخالفت کوي هغوی دې د افراط له جګړییز دریځ نه لیږ راښکته شي مولد دې نه نمانځي او په تردید کې دې افراط نه کوي، د داسې موضوعاتو په اړه شخړې او جګړې د اختلاف او تفريق بین المسلمین ستر جرم او لویه ګناه ده، له دې لویې ګناه نه د ځان ژغورلو یواځنۍ لاره له افراط نه ځان ژغورل او د عدل او نیاو لاره نیول دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button