شهيد محمد موسى « شفيق »
غماز مې حايل كېږي ما اشنا ته نه پرېږدي
ځنځير د محبت مې بلې خواته نه پرېږدي
د درد كيسه چې وايمه ارمان دى د زړه سره
رقيب مې په خوله لاس ږدي ما غوغا ته نه پرېږدي
درځمه ستا خدمت كې مال و سر قربانوم
ظالم مې مخه نيسي ما و تاته نه پرېږدي
اغزي مې خواره شوي د راحت په بستره كې
غمونه د وطن مې خوب، خندا ته نه پرېږدي
د ډډ چينجو د لاسه اباد نه شولې وطنه
دا ځينې خاينان دې ارتقا ته نه پرېږدي
پر ګل د ښكلي مخ دې چې كوم نغمه خواني
دې زاغ، زغن ته ګوره ما نوا ته نه پرېږدي
قوت كړې تجاوز د هر نظام او عدالت نه
قانون كې څوك غريب خپلې رضا ته نه پرېږدي
په ځان باندې رنځور يمه خو كلك يمه تړلى
علاج د رنځ كوم څوك مې دوا ته نه پرېږدي
چې وينم رقيبان دي په انګړ كې حلالېږم
دا ولې مې جانان يوازې ماته نه پرېږدي

















