ايا دسنګين سقوط به دهلمند سقوط  ته  لاره  هواره کړي؟

غربي  رسنۍ چې تر تېرې  ورځې يې کره راپورونه  په لاس کې نه  درلودل؛ ځکه به يې د سنګين ولسوالۍ دولت د لاسه وتلو او  د ولسوالۍ په سر  د سختې جګړې د دوام خبر ورکاوه ؛ خو په پای کې ومنل شوه ، چې د سنګين ولسوالي د طالبانو لاس ته  ولويده . بيا هم د دفاع او کورنيو چارو  وزارتونو تسليم کړې، چې د هلمند په ولايت کې د سنګين ولسوالي  يې  د لاسه ورکړې ؛  خو دا یې منلې ده چې په ياده ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده  او دوی په سنګين ولسوالۍ کې  راګير  وو ؛ ځواکونو ته يې نوره قوه  ورلېږلې ده .

نظامي اصول دا په نظر کې لري ، چې خپله ماتې بايد  ژر تسليم  شي که په  وروستۍ کې ديو ې پوستې يا  ولسوالۍ ځواکونه  وتوانېږي  دلاسه وتلي  پوسته يا د ولسوالۍ  د امکان په صورت کې بيا لاسته راوړي، ځکه خو يې دفاع او د کورنيو چارو  وزارتونه  په همدې غرض  نه  تسليموي.

د سېمې څخه راپورونه  ترلاسه شوي، چې دسنګين ولسوالۍ د لاسه وتلو وروسته به طالبان  په دې  وتوانېږي  چې خواوشا نورې ولسوالۍ هم  ونيسي ؛ ځکه ددافع او کورنيو چارو  وزارت چې په سنګين ولسوالۍ کې ديوې اونۍ  راګيرو ځواکونو ته نوره  مرسته ونه رسوله  دنورو  ولسواليو به  هم  همدا حال وي.

اوس  د اندېښنې وړ خبره   د کورنيو چارو او دفاع وزارت لپاره  دا ده ، چې د لوی هلمند دولتي چارواکو او خپله  امنيه قوماندان  دا منلې ده چې که دسنګين ولسوالي دسقوط وروسته  طالبان نورې ولسوالۍ ونيسي ؛ نو د هلمند لاره به  دنورو  ولاياتو سره وتړل شي   او  امکان لري  طالبان  په دې  برخه کې نورې سېمې هم  ونيسي. يو شمېر سياستوالو په دفاع او کورنيو چارو  وزارتونو  نيوکې کړي  چې دمخه په کونړ ولايت  او بيا را وروسته  دهلمند په څېر  نورو  ولاياتو کې دطالبانو لخوا محاصره شوو ځواکونو ته په خپل وخت نظامي مرسته نده رسولې. دفاع  او کورنيو چارو وزارتونو دسېمو د لاسه  ورکولو زمينه خپله طالبانو ته برابره کړېده . ياد وزارتونه  خپله کمزوري ، مني خو ورسره دا هم  وايي چې که  دسنګين  ولسوالۍ وروسته طالبان  نورې سېمې هم ونيسي، دولت يې د بيا ترلاسه کولو توان لري او ډېر ژر ده چې دولت به خپل عمليات پېل کړي. خو دا نه ده څرګنده چې دولت به څه وخت خپل عمليات پېلوي . دسنګين دولسوالۍ دسقوط وروسته که  دهلمند ولايت  نيولو ته طالبان زمينه برابره کړي، دسنګين ولسوالي په څېر به څو ورځې دهلمند محاصره هم روانه وي خو داچې په دې جګړو کې زياته مرګ  ژوبله او تاوانونه ولسي وګړو ته اوړي ديته يوه  خوا هم دغور په نظر نه ګوري . دلاسه وتلې ولسوالي او يا پوسته خو دولت بيا ترعملياتو وروسته لاس ته راوړي؛  خو  ولس ته اوړيدلی تاوان هغسې تاوان پاتې کېدلی شي او دا به   وروسته څرګنده شي،  چې دولتي ځواکونه سنګين بيا نيسي او که ولايت هم دلاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button