(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۱)
له میدان وردګو څخه ورکړل شوی راپورونه وایي، چې د غزني د ژغورلو په موخه د ګډوځواکونو تلونکې اکمالاتي قوه د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ کې د طالبانو تر برید لاندې راغلې.
خبر زیاتوي، یاده قوه د نوموړې ولسوالۍ اړوند ملي خیلو، سلطانخیلو، شیرازي بابا، سالارو، منګلیو او یو شمیر نورو سیمو کې د طالبانو له لوري د پراخو کمینونو او ګڼو چاودنو ښکار شوې.
طالبان ادعا کوي چې په دې بریدونو کې د ۱۰ امریکایانو په ګډون ۳۵ کورني عسکر وژل شوي.
طالبان وایي، د امریکایانو دوه ټانګونه یې په مخامخ راکیټي بریدونو او یو هم د ځای پرځای شوي ماین په توسط ویجاړ کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، ”په یاده سیمه کې امریکایي اشغالګرو د وارخطایۍ له امله د مزدورو عسکرو په پوسته بمبار هم ترسره کړ، چې په پایله کې یې پوسته په ټولیزه توګه ویجاړه، ۸ تنه عسکر ووژل شول، ۳ تنه نور ټپیان دي.“
ویل کیږي، چې امریکایانو دپوستې د عسکرو د انتقال په موخه امبولانس چورلکې سیمې ته ورغوښتې، خو کله چې هغوی له سیمې انتقالیدل، د امریکایي ځواکونو بل ټانګ هم د یوه ځای پرځای شوي ماین ښکار شو او ناستو ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله واوښته .
طالبان وایي چې ”د ټانګ تر ویجاړېدو وروسته امریکایان په قهر شول او سمدستي یې بیرته د داخلي عسکرو جسدونه په ډیر سپکاوي او توهین آمزه ډول له چورلکو څخه راوغورځول او د خپلو عسکرو جسدونه یې ورپورته کړل.“
طالبانو د خپلو څلورو ملګرو د وژل کیدو او ۶ نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی.
باید وویل شي چې لا هم په یاده ولسوالۍ کې د کابل ــ غزني لویه لاره په بشپړه توګه بنده ده، او ګډوځواکونه له ټولو هڅو سره سره نه دی توانیدلی، چې یاده لار خلاصه کړي او ځان د غزني ښار ته ورسوي.


















