فاریاب: د قوماندان په ګډون لسګونه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۱)
د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي چې تیره شپه د غورماچ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي اردو یوه لویه قرارګاه د طالبانو لاس ته لویدلې .
پریاده قرارګاه چې د کیمپ چینای په نوم یې شهرت درلوده ، تیره شپه طالبانو برید کړی او د قرارګاه د عمومي قومندان (اعظم پنجشیري اوقومندان جان اغا )په ګډون یې ۱۷ امنیتي منسوبین وژلي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان دي .
د غورماچ ځایي مسؤلین وایي، که یادې قرارګاه ته مرستندوی ځواکونه ونه رسیږي ښایي طالبان نور پرمختګ هم وکړي.
طالبانو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې پوسته یې په ټولیز ډول نیولې او په قرارګاه کې یې هم ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو د خپلو ۳ ملګرو د ټپي کیدو او یوه د وژل کیدو پخلی هم کړی



