شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

نیویارک ټایمز: د غزني جګړه.. درې ورځو کې ۱۰۰+ دولتي عسکر وژل شوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 12, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
Mohammad Ismail/Reuters

Mohammad Ismail/Reuters

713
ځلې شریک شوی
211
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې د غزني ښار د روغتيايي چارواکو له خولې لیکلي چې د غزني ښار په جګړه کې، چې نن یې درېیمه ورځ ده، تر دې دمه تر ۱۰۰ زیات عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ښار د روغتون مسؤل، باز محمد همت، نیویارک ټایمز ته د ټلفون له لارې ویلي چې تر دې دمه روغتون ته ۱۱۳ مړي او ۱۴۲ ټپیان وروړل شوي، چې زیاتره یې دولتي ځواکونه دي.

دا هم ولولئ

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

”د روغتون ټولې خونې ډکې دي؛ اوس د روغتون دهلېزونه او نور ځایونه کاروو.“ نوموړي زیاته کړه، ”جګړه روغتون ته ډېره نږدې روانه ده. وضعیت ډېر خراب دی. هر ساعت ګڼ شمېر مړي او ټپیان راوړل کېږي.“

نیویارک ټایمز ویلي چې د تلفاتو د شمېر د پورته کېدو یقیني امکان شته ځکه تر دې دمه لا هم له ځینو سیمو مړي نه دي راټول شوي.

دې امریکایۍ ورځپاڼې همداراز د چارواکو له قوله لیکلي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په نورو برخو کې هم تر ۷۸ زیات دولتي عسکر وژل شوي دي.

که څه طالبان په ښار کې دننه او د ښار په څنډو کې سخته جګړه کوي، خو د کابل حکومت چارواکي بیا هم ټینګار کوي چې غزنی په بشپړ ډول د حکومت په لاس کې دی. ستر درستیز، جنرال محمد شریف یفتلي، نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ”د غزني ښار سټراټيژيکې سیمې په بشپړ ډول د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.“

خو بل خوا، د غزني د ولایتي شورا غړی، نصیر احمد فقیري وايي، ”د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د استخباراتو د مرکز شاوخوا سخته جګړه روانه ده. په غزني کې ځواکونو ښه مقاومت وکړ، خو طبیعي ده چې زیاته اوږده جګړه یې کړې ده. کومکي ځواکونو هیڅ کوم اغېزمن کار نه دی کړی، یواځې دومره یې کړي چې خپل ځان ته یې مرکز جوړ کړ.“

نوموړي زیاته کړې، ”شاوخوا مړي پراته دي، خراب شوي دي، او هیڅوک یې د ټولولو هڅه نه کوي.“

بل خوا، د غزني امنیه قومندان، فرید احمد مشعل، د ټلفون په وسیله نیویارک ټایمز ته ویلي چې د امریکايي عسکرو په ګډون کومکي ځواکونو له ښاره د طالبانو د تصفیه کولو عملیات پیل کړي دي. نوموړي ویلي چې تر ۱۰۰۰ زیاتو طالبانو پر غزني ښار برید کړ او ۵۰۰ طالبان ترې ووژل شول.

• پر غزني ښار او دوو ولسوالیو د طالبانو برید:

طالبانو د تیرې جمعې په ورځ سهار وختي پر غزني ښار له څلورو لورو همغږي بریدونه پیل کړل. د دې عملیاتو لپاره طالبانو له ځینو نورو ولایتونو خپلې قطعې راټولې کړې او اوس د ښار دننه او شاوخوا له حکومتي ځواکونو سره په سخته جګړه بوخت دي.

پر غزني ښار د برید تر څنګ، طالبانو د دې ولایت پر دوو نورو ولسوالیو هم بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې دواړو ولسوالیو سقوط وکړ.

د جمعې په ورځ (زمری ۱۹) ناوخته مهال، طالبانو د غزني په لوېديځ کې اجرستان ولسوالي ونیوله، او نن سهار (۲۱ زمری) یې خواجه عمري ولسوالي هم ونیوله.

د غزني ښار په عملیاتو کې امریکايي ځواکونه د هوا او، د غزني ښار د امنیه قومندان په خبره، د ځمکې له لارې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي. همداراز، طلوع نیوز ته چارواکو ویلي چې د پکتیا ولایت ګردېز ښار ته هم امریکايي ځواکونه رسېدلي دي.

تر دې دمه په دې عملیاتو کې د یوې چورلکې د سقوط خبر ورکړل شوی او چارواکو هم تایید کړی دی. ویل کېږي چې تېره ورځ یوه بله چورلکه هم رانسکوره شوې، خو دولتي چارواکو په دې اړه څه دي ویلي.

طالبانو همداراز غزني ښار ته د کومکي ځواکونو د مخنیوي لپاره د کابل-کندهار لاره په میدان وردګ ولایت کې تړلې ده. تېرو درې ورځو کې، د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې غزني ښار ته تلونکې قواوې د طالبانو تر سختو او دوامدارو برید لاندې راغلې دي. طالبان ادعا کوي چې په دې بریدونو کې د ۱۰ امریکایانو په ګډون ۳۵ کورني عسکر وژل شوي.

طالبان همداراز وايي چې امریکايي الوتکو د پولیسو پر یوه پوسته په تېروتنه بمبار هم کړی دی خو دولتي چارواکو څه نه دي ویلي.

لوی ټکي: غزنی
مخکینې مطلب

مسلمانې خورې! اسلام تاته څه وایي؟

بل مطلب

فاریاب: د قوماندان په ګډون لسګونه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com