دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د بت شکن په ټاټوبي کې کفر شکن سرتېري!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 12, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
609
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

طارق بدر

د غزني خاورې ته چې سړی ګوري فکر به کوي چې د جنت ټوټه را بېله شوې ده او د ګران هېواد په زړه کې غورځېدلې ده، له دې خاورې د اسونو د پښو ګردونه پورته شول، پر اټک واوښتل او میلیونونه کسان يې د غوا لمانځنې پر ځای خدای لمانځنې ته را وګرځول.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

هلته چې د سومنات بوت سجده وکړه او د هندوانو په زړونو کې اچولی رعب يې د اعلیحضرت سلطان محمود غزنوي رحمه الله په پښو کې توی کړ، د ناټو له یرغل سره دا جنتي ټوټه هم د دوی له مردارو قدمونو خوندي نه شوه پاتې؛ دلته د پولنډیانو په ګډون ګڼو کفارو د خپلو داخلي روزل شویو مزدورانو په ملتیا د ملت پر ناموس ملنډې ووهلې، دیني مقدسات يې باد باد کړل، ارزښتونه يې له خاورو سره خاورې کړل او ان په ځينو ظاهراً دوزخي انسانانو کې خو لا منحرف عیسویت رېښې وځغلولې!

د سلطان روح نارامه وه، حضرت حکیم سنايي د بزرګۍ دا پاکه خاوره د ناولیو تر قدمونو لاندې نه شوای لیدلی، ابوریحان البیروني د خپل ولس د هغې برخې ځوانانو چې د کفارو تر ټانګ وړاندې به يې خپله رینجر د ماین خوراک کړه حماقت ته ګوته په غاښ و، خو ملا مشک عالم ته ځان مایوسه نه ښکارېده، هغه پوهېده چې لمسیانو کې يې د ایمان پلورو تر څنګ داسې هستې هم شته، چې تر ځان به بمونه را تاوکړي خو د دوی ساتلی غرور به ځمکې لوېدو ته پرې نه ږدي، دا خاوره د جنت ټوټه ده، دلته د دوزخي انسانانو ژوند حماقت دی، دلته د کفر د پروژو د تطبیقوونکو لپاره یوازې په اور لړلې مرمۍ موجودې دي، دا د ازادۍ خاوره ده!

له دوو ورځو راهیسې د شمس، حکیم سنايي، سلطان محمود، ابوریحان البیرونی، بهلول دانا او ملا مشک عالم دا ټاټوبی د پرېښتو د وجودونو شاهد دی، دوی ویني چې د بت شکن په ټاټوبي کې کفر شکن ځوانان څنګه د کفر په ستوني ور ننوځي، په رڼا ورځ توره تیاره پرې جوړوي او د کفر د مزدورانو الوتې روحیه حتی د خپلو بادارانو هوايي بریدونه او پراوزونه هم نه شي ور ټینګولی!

د نورالمدارس ازار!

کفرشکن ځواکونه به دا خپل تکتیک او د الخندق د مبارکو عملیاتو لړۍ او خپل پلان بولي، کفر پالي به يې د تل په څېر د نورو هېوادونو استخباراتي مداخله بولي، د مدني فعالانو په نامه د کفر او اسلام تر منځ ټالۍ وهونکي به يې د خپلو بادارانو بې پروايي بولي، ولس به يې الهي رحمت بولي، چې د ناموس لوټوونکو ټغر يې ټولېږي، خو داسې څوک هم شته چې د دې بدري پرېښتو راتګ د نورالمدارس د هغې تورې شپې د کرېږو، چاپې، ګڼو طالب العلمانو زنداني کېدو او د قرآن په وړاندې د ګستاخۍ ازار بولي!

هغوی چې د کفر په لمن کې را زرغون شول، وروزل شول او لا يې هم تمویل، مشوره او ملاتړ د کفر پر غاړه دی، په نيمه شپه کې ډله د علم، کرامت او محبت پر دې جونګړه ور وختل، قرآنونه يې په لغتو ووهل، د قرآن حاملان يې تر برچو لاندې ونیول او په پوره افتخار يې پخپلو رسنیو کې نارې جوړې کړې، چې ۴۵ ترهګر! يې ونیول، هغه هم له نورالمدارس نه!

کله چې کفر شکن سرتېرو د غزني زندان مات کړ، د فدایانو، چریکي مجاهدینو او چاپو کې نیولو کلیوالو وګړو تر څنګ مې نېغ د نورالمدارس طالبان هم سترګو ته ودرېدل، چې ډلې ډلې به کورونو ته روان وي او بیا به د خپلو کتابو مخې ته ناست وي، د هغو کتابو چې له کفر سره دوستي پکې کفر بلل کېږي، شکر مې ویوست او پر دې خدايي لښکر مې ایمان لا پیاوړی شو!

یو لوی احسان!

روان کفر پر وړاندې ولاړ مبارزین په زور د کفر منلو ته اړ باسي، خو عام خلکو سره بیا دا کار نه کوي، هغوی ته نه وايي چې کافران شئ، خو د کفر وسایل، زمینه سازي او کفر ته لاره جوړونکي مواد ورته ازاد برابروي، د بت شکن په ټاټوبي کې د کفر د مزدورانو له لوري د فحاشۍ او ناموس لوټونې تر ټولو لوی مرکزونه بالاحصار ته نږدې شهر کهنه سیمه کې او د حیدر اباد پل ته څېرمه موجود و، چې حتی د حوزو مشرانو ښکاره فیصدي پکې لرله او د ولس ځوانان يې په لوی لاس هغې لارې ته برابرول چې پیل يې په کبیره ګناه، خو پای يې ان کفر ته رسېده!

طالب سرتېري پر موږ لوی احسان دا وکړ، چې د فحاشۍ، بچه بازۍ، مخدره موادو، اختطاف او په ټوله کې د کفر لپاره کارکوونکي يې له یوې مخې سره ور ټول کړل، موږ پوهېږو چې روان بهیر ته په کتو دا پرېښتې په دې ښار کې تر ډېره نه پاتې کېږي، خو دلته د دوی څو ساعته راتګ مسلمانانو ته د کلونو ایمان زیاتونې سبب کېږي او کفر پالو نه د کلونو کلونو لپاره دا زړه اخلي چې د خپلې فاسدې پروژې لپاره په خلاص زړه کار وکړي.

اې د بت شکن ټاټوبي! اې د حکیم سنايي ارامګا! اې د ملا مشک عالم د اس د ګردونو شاهده! اې د ازادۍ خاورې دا ویاړ دې بختور، ته څو ورځې د پرېښتو کوربه يې!

[box type=”warning” align=”” class=”” width=””]دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظریاتو ښکارندويي نه کوي.[/box]

مخکینې مطلب

فاریاب: د قوماندان په ګډون لسګونه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل مطلب

آیا تاسوخبریاست چي مظلومو بندیانو ته چارواکي څه وایي؟

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com