دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

چې عسکر ولې درس نه اخلي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 12, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
214
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد رعد

موږ اکثر انسانان عجيبه مخلوق يو، سره له دې چې الله تعالی عقل او شعور راکړی، خو بيا مو هم له ليدلو حالاتو عبرت نه دی اخيستی. که مو کوم ملګری يا خپلوان د سترګو پر وړاندې مړ شي او په خپلو لاسونو پرې خاورې واړوو، هغه مهال د خدای تعالی لور ته متوجه شو، خو وروسته مو بيرته هماغه پخوانی حال وي او له دې واقعې مو هيڅ درس نه وي اخيستی.

دا هم ولولئ

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

خلک ټوکه کوي وايي: د يو سړي زوی د واده ډيره کلکه غوښتنه کوله، پلار يې ورته ويل چې ما واده تجربه کړی، ښې خاطرې نه ترې لرم، ته هم بايد زما له تجربې ګټه واخلې او له دې غوښتنې تير شې، خو زوی يې نه منله او ويل يې چې غواړي دی هم پخپله دا تجربه وکړي.

موږ هغه وخت په خپلو کړو پښيمانيږو چې پايله يې پخپله تجربه کړو، د بل چا له برخليک څخه مو ډير کم درس اخيستی، بلکې هيڅ مو نه دې ترې زده کړي.

درې ورځې کيږي چې د غزني ولايت په مرکز د طالب ځواکونو بريد دوام لري، ډيری سيمې يې نيولې، ډير عسکر يې وژلي او ژوندي ګير کړي دي. نن مې د څلورو تنو تسليم شويو عسکرو ويډيو وليدله، چې په خپل پخواني ژوند يې پښېمانتيا ښودله او ويل يې چې ډير بد کار يې کړی او نورو ته يې هم پيغام دا دی چې له دې فاسد حکومته بيل شي او طالبانو ته ورشي.

په دوی کې يو عسکر لکه د طالبانو لاس ته په ورتلو چې د افتا له کورس څخه فارغ شوی وي، د يو طالب د پوښتنې په ځواب کې يې فورا په اشرف غني او نورو دولتيانو د کفر ټاپه ولګوله، ويل يې چې دوی دلته د کفري نظام تطبيق غواړي او په دې ملت يې ارام ژوند نه لوريږي. عسکر يې د پاکستاني او عرب په نومونو تيرايستلي او له خپل ولس سره په جنګ اخته کړي دي.

دا تسليم شوي عسکر چې د طالبانو لاس ته ولويدل؛ نو ايله پوه شول چې په غلطه روان او د باطل پوځيان و، مقابل جانب يې په حقه لاره برابر دی او په ضد يې نشريدونکي او د دوی مغزو ته پيچکاري شوي تبليغات ټول دروغ دي.

دغه عسکر که د طالبانو له ويري دغسې خبرې کوي، هم سوال پيدا کيږي چې ولې يې له دې وړاندې د طالب زور او ځواک نه و درک کړی؟ او که رښتيا هم حقيقت ته رسيدلي وي، بيا هم سوال پيدا کيږي چې دوی ته ورته نور عسکر چې په دغسې مواردو کې يې حقايق درک کړي، ولې يې له داسې حالت سره له مخ کیدو مخکې د هغوی له حالته عبرت نه و اخيستی؟

زما په اند، دلته بيا رسنۍ او ژورنالستان ملامت راوځي. خلک دې په دې خبره نه خپه کيږي. واقعيت دا دی چې همدا رسنۍ او ژورنالستان دي چې په بې بنياده او پوچو تبليغاتو، صفتونو، باټو او سندريزو ستاينو يې له دغو ځوانانو څخه د شرابو له لوښي راوتلي موږکان جوړ کړي او زمکني واقعيتونو يې په سلو پردو کې ترې پټ کړي دي.

که ژورنالستانو واقعيت بيانولی، ولې به مو تنکي ځوانان د امريکايي اشغالګرو د موخو قرباني کيدل، ولې به د همدې يرغلګرو په ړندو بمباريو کې ټوټه ټوټه کيدل، ولې به يې د باطل استعماري ځواک او د هغوی د ګوډاګيانو په وړاندې د حق له مبارزينو سره د مقابلې ډګر ته ځانونه وړاندې کول او بلاخره ولې به يې په دې لاره کې په بد برخليک اخته ملګرو له حالت څخه د عبرت اخيستلو شعور او احساس مړ وای.

د همدې د پرديو په چوپړ کې لګيا رسنيو او ژورنالستانو له امله دغه ځوانان د مرګ کومې ته لويدلي او د خپلو انډيوالانو له برخليک څخه هيڅ درس او عبرت نه اخلي. لنډه دا چې هيواد او هيوادوالو ته د بدمرغيو او دردونو په پيدا کولو کې تر بل هر چا د رسنيو او ژورنالستانو رول زيات دی، دوی او انډيوالان دې نه مني، خو په دې برخه کې په څلور مذهبه ګرم او پړ دي.

[box type=”warning” align=”” class=”” width=””]دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظریاتو ښکارندويي نه کوي.[/box]

مخکینې مطلب

فوزيه کوفي وايي: د ټاکنو کمېسيون يو غړي ترې رشوت غوښتی

بل مطلب

طالبان: له ښه مرغه نن مو د جګړې ترڅنګ د دعوت لار هم تعقیبوله

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com