فارياب: طالبانو ته د ملي اردو ۵۷ عسکر تسليم شوي
فارياب چارواکي: طالبانو د ملي اردو قرارګاه نيولې- له څلوېښت زيات عسکر تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۳)
د فارياب امنيتي چارواکي وايي، طالبانو په غورماچ ولسوالۍ کې د اردو پر يوې قرارګاه بريد کړی چې په پايله کې يې قرارګاه سقوط کړی او لسګونه عسکر طالبانو ته تسليم شوي دي.
په شمال زون کې د ۲۰۹شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي وايي، په ياده ولسوالۍ کې د چينايي کمپ په نوم چې د يو ټولي عسکر پکې ميشت و د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د رضايي په وينا، په دغه ټولي له اويا زيات عسکر ميشت و چې لسګونه يې طالبانو نيولي، يو شمير يې غرونو ته ختلي او د شپږويشت سرتيرو په شاوخوا کې ټپيان شوي يا هم وژل شوي دي او یاده قرارګاه دا مهال طالبانو سره ده.
امنيتي سرچينې وايي، له څلوېښتو زيات د ملي اردو سرتيري چې په دغه قرارګاه کې يې دندې کولې له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.
د فارياب د ولايتي شورا رییس محمد طاهر رحماني هم تاييد کړې چې ياده قرارګاه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
دغه راز طلوع نيوز د فارياب د پوليسو د وياند له خولې خبر ورکړی چې په دغه ولايت کې يوسل شل تنه سيمه ييز پوليس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالبان د يادې قرارګاه نيول تاييدوي وايي، د غورماچ په چلګزي کې د يوې قرارګاه اووه پنځوس تنه عسکر طالبانو ته تسليم شوي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، تسليم شويو عسکرو ” له ځانه سره ۸ ټانګونه، ۲ دهشکې، ۲ هاوانونه، ۳ زیکویک له سلو ډیر امریکایي کارمولي ټوپک او کلاشینکوف، له خورا ډیرو مهماتو سره مجاهدینوته وسپارل”.
له تېرو څو ورځو راهيسې دغه کمپ د طالبانو له لوري تر سختې جګړې او کلابندۍ لاندې نيول شوی و چې د طالبانو په وينا د تېرو درې ورځو د نښتو په ترڅ کې ټول درې څلوېښت عسکر وژل شوي، اوولس ټپيان دي.



