فوټبال: د افغانستان او فلسطين دوستانه لوبه مساوي پای ته ورسېده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۹)
د افغانستان او فلسطين د فوټبال ملي لوبډلو تر منځ تېره ورځ د اګست په نولسمه په کابل کې دوستانه لوبه ترسره شوله چې په مساوي ډول پای ته ورسېده.
دغه سيالي د افغانستان د فوډبال فدراسيون له خوا د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹یمې کليزې په وياړ په کابل کې جوړه شوې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبډله د صفر پر صفر مساوي شوه.
د فلسطين لوبډلې تر ډيره د ګول کولو چانسونه له لاسه ورکړل او د افغان لوبډلې ګولکيپر عزيزي ښه لوبه وکړه او د فلسطين لوبډلې ته يې د ګول کولو چانس ورنه کړ.
ددغه لوبې د لیدلو لپاره په سلګونو کسان ستديوم ته راغلي و.
تر دې وړاندې هم دغه دواړو لوبډلو دوه لوبې کړي چې يوه فلسطين ګټلې او يوه يې مساوي شوې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون غړی علي کاظمي وايي، د دغه لوبې د ښه کوربتوب له کبله مونږ فيفا ته دا په ډاګه کړه چې د هغو پنځو لوبډلو له ليسته مو وباسي چې په خپل هېواد کې د فوټبال د نړيوالو لوبو له جوړولو نه منع شوي دي.


