خلیلزاد د افغانستان په برخه کې د امریکا د خارجه وزیر استازی ټاکل کیږي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱)
د رویټرز خبري اژانس د راپور تر مخه ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو غواړي څو په کابل او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د افغانستان په چارو کې د خپل مرستیال په توګه وټاکي.
رویټرز ته دوو امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دامریکا دا ګام د افغان سولې په برخه کې د جدیت ښکارندویي کوي.
باید وویل شي چې نوموړی تر دې وړاندې هم دا دنده ترسره کړې.
دا خبر داسې مهال مخ ته راځي چې په لنډ راتلونکی کې مسکو د افغان سولې په اړه د ۱۱ هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي، په داسې حال کې چې امریکا او افغان حکومت په کې خپل ګډون رد کړی دی.
رویټرز ته یې سرچینو ویلي، خلیلزاد د پاکستان پر وړاندې ناندریز دریځ لری او دغه راز د افغانستان په چارو کې هم پخوانۍ تجربه لري چې ښایي امریکا له همدې کبله غوره کړی وي .
۶۷ کلن خلیلزاد افغاني الاصله امریکایی دی او زوکړه یې د بلخ په مرکز “مزارشریف“ ښار کې شوې.



