(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)
د کونړ ولايت په غازي اباد اباد ولسوالۍ کې د سېلاب راوتو له کبله يوولس تنه وژل شوي چې لس يې د يوې کورنۍ غړي دي.
دغه سېلابونه د يادې ولسوالۍ مربوط د اددرين او هيلګل درو کې راوتلي چې د ځايي اوسېدونکو په وينا خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي، هم تاييدوي چې په يادو سيمو کې د سېلابونو راوتو د يوولس کسانو ژوند اخيستی دی.
د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تر اوسه د سېلاب ځپلو سيمو خلکو او کورنيو سره د حکومت له لوري هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د هېواد په غرنيو ولايتونو کې وخت ناوخت سيلابونه راووځي چې له کبله يې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي خو د حکومت له لوري هغوی سره پر وغاخت مرسته نه کېږي چې ډير کله د خلکو د مړينې سبب کېږي.
















