(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)
د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د ټاکنو کمېسيون مخې ته په اعتراض کوونکو چاودنه شوې ده.
ويل کېږي، له تېرو څو ورځو راهيسې د جاوید زمان پلويان د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته د اعتراض خيمه درولې وه.
د مسوولينو په وينا، چاودنه کې اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره شميره نه ده معلومه،
اعتراض کوونکي وايي، د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د جاويد زمان په حق کې غير عادلانه پريکړه کړې او لږه شيبه مخکې يې خبرداری ورکړ که د زمان په هکله عدالت ونه شي، غوښتنه یې ونه منل شي، نو د کابل – جلال اباد او تورخم – جلال اباد لارې به هم د ترافیکو پرمخ وتړي.
ځايي سرچينو تر دې دمه د پنځو تنو د وژل کېدو او لسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
ځينې سرچينې وايي، چې دا يو سرتیری بريدګر و او د خلکو په ګڼو ګوڼه کې يې ځانته چاودنه ورکړې ده.
ښايي د اوښتې مرګ ژوبلې شميره لوړه شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی پېښه تاييدوي خو تر اوسه يې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
تر اوسه د بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.


















