(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳)
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې میشت امنیتي ځواکونه شکایت کوي چې له تیرو دو میاشتو راهیسې ورته اکمالات نه دي شوی او د خوراکي توکو د نشتون له امله له سخت ناورین سره مخ دي.
دوی وایي، دخاص اروزګان ولسوالۍ یواځې د امنیې قوماندانۍ او د ملي اردو یو کمپ د حکومت تر کنترول لاندې دی، له دې پرته د ټولې ولسوالۍ حاکمیت له وسلوالو طالبانو سره دی.
په یاد کمپ کې د ملي اردو یوه سرتېري چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته ويلي،“ له یوی خوا د طالبانو ډله ییزه بریدونه او له بلې خوا د خوراکې توکو نشتوالي دوی مجبوره کړي زیاتي ورځې په لوږه کې تېرې کړي“.
عسکر وایي ، که یې ستونزو ته جدی پام ونه شي، ژر به له خپلو دندو سره مخه ښه وکړي.
خو د اروزګان ځایي چارواکي بیا د یادو سرتیرو خبرې بیځایه بولي او زیاتوي چې دومره ستونزې نشته یواځې د چارو د انسجام په موخه دیادې ولسوالۍ ولسوال ته ډیر ضرورت ده چې ژر به ور وپیژندل شي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د یاد ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د پای ناوی په سیمه کی طالبانو د ملي اردو پر یوه کمپ ډلیز برید کړی چې په نتیجه کې یې تر ۴۰ ډیر امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د یاد خبر پخلی کړی، خو دولتي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.


















