اسراییل وسلو ته د خپلو وګړو د لاسرسي په قانون کې اساني راوستلې، چې په پایله کې به یې د دې غاصب هېواد زرګونه وګړي په وسلو سمبال شي.
د جرمنۍ شپېګل ورځپاڼې په خبره، اوس مهال نږدې ۱۴۰ زره اسراییلیان د خصوصي وسلو د ګرځولو جواز لري او د وسلو د ترلاسه کولو په قانون کې د نویو اسانتیاوو په راتلو سره به دا شمېر ۶۰۰ زرو ته پورته شي.
د اسراییلو د عمومي امنیت وزیر، ګیلاد اردان وايي، ”د وسله ګرځوونکو روزل شويو غیرپوځي وګړو شمېر چې هر څومره زیات وي هغومره د دې چانس زیاتېږي چې ډېر بریدونه کم شي او د قربانیانو شمېره یې راټيټه شي.“
اوس هغه ټول اسراییلیان د وسلو ګرځولو د جواز غوښتنه کولای شي چې په پوځ کې یې هراړخیزه روزنه لیدلې وي. افتخاري پولیس، د کومک رسونې مامورین او د پوځ مخکیني افسران د دې کسانو په ډله کې شامل دي.
تر دې وړاندې، په اسراییلو کې یوازې هغه غیرپوځي کس ته د وسلو ګرځولو جواز ورکول کېده چې د لوېدیځې تړانګې په اشغال شویو سیمو کې اوسېدل او یا یې هم دنده پکې ترسره کوله.

















