(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳)
راپورونه وایي چې نن د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې یو احتمالي نوماند (حاجي جلال الدین) د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا په ګډه چاپه کې وژل شوی .
سرچینې وایي، پیښه د ۱۷ حوزې اړوند د الفتح په کلي کې رامنځته شوې خو د علت په تړاو یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د محمد حفیظ په نامه د وژل شوي نوماند د کورنۍ یوه غړي رسنیو ته ویلي، نن غرمه یې کور ته بهرني او اداخلي عسکر ور ننوتل ، لومړی یې کاندید (جلال الدین) وواژه او بیا یې د نوموړي د کورنۍ څو غړي د بندیانو په توګه له ځانه سره یووړل.
وژل شوی نوماند د کابل د پخوانی والي تاج محمد مجاهد د تره ځوی او زوم و، د یادولو ده چې تاج محمد هم د ولسي جرګې ټاکنو کې مستقل نوماند دی

















