(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۴)
د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني د دفاع، کورنيو چارو د وزيرانو او د ملي امنيت د رييس استعفاوې نه دي منلي.
د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکلي، چې غني د کورنيو چارو وزير ویس برمک، د دفاع وزير طارق شاه بهرامي او د ملي امنيت له رييس معصوم ستانکزي غوښتي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
په داسې حال کې د يادو امنيتي ادارو د مشرانو استعفاوې رد شوي چې تيره ورځ د ملي امنیت سلاکار “محمد حنیف اتمر” استعفا ورکړه چې د ولسمشر له لوري ومنل شوه او پر ځای یې په امریکا کې د افغانستان سفیر “حمدالله محب” ګومارلی دی.
د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وايي، حنيف اتمر د حکومت له مشرتابه سره د نظر د اختلاف له کبله استعفا کړې ده.
په عين حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري هم مني چې خپلې استعفاوې ولسمشر ته وړاندې کړې وې خو د ولسمشر له لوري رد شوي دي.
تېره ورځ طلوع نيوز ارګ ته د نږدې سرچينو له قوله ويلي و چې غني له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې خپلې استعفاوې ورکړي.

















