طالبان: اسلامي هېوادونه دې د پيغمبر ص په اړه د فلم خپرېدو مخنيوی وکړي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۷)
په هالنډ کې ځينې اسلام او مسلمان دښمنه کړۍ غواړي چې د اسلام د ستر پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په اړه د کارتونونو جوړولو سيالۍ ترسره کړي چې دغه کار د طالبانو، اسلامي همکاريو سازمان او یو شمير نورو هېوادونو له خوا په کلکه غندل شوی او د هغې د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.
د هالنډ د پالمان يوه وکيل خيرت فيلدرز د دغه سياليو د ترسره کولو اعلان کړی او ويل کېږي چې پکې به له دوو سوو زیات انځور کښوونکي ګډون وکړي چې ګټونکي ته به يې د لس زره ډالره جایزه ورکول کېږي.
طالبانو د هالنډ هېواد دغه کار په کلکو ټکو غندلی له اسلامي هېوادونو، اسلامي کانفرانس او نړيوالو ټولنو يې د هغوی د مخنيوي غوښتنه کړې.
طالبانو په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: ” په عین وخت کې په ټولو اسلامي هیوادونو، اسلامي کانفرانس، نړیوالو ټولنو او بیلابیلو مؤثرو جهتونو غږ کوي چې د اسلام د پيغمبر په وړاندې د داسې ګستاخي مخنیوی وکړي او د مسلمانانو زړونه ونه دردوي”.
خبرپاڼه زياتوي، داسې کړنی هغه اعمال دی چې د ټولنو ترمنځ نفرت ایجادوي، بې ثباتۍ او د ادیانو تقابل ته لار هواروي او په هيڅ دلیل توجیه نه لري.
په عين حال کې د ترکيې په استانبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د بشري حقونو څانګې په خپره کړې اعلاميه کې له هالنډ حکومته غوښتي چې د اسلامي مقدساتو پر وړاندې د سپکوونکو هڅو مخه ونيسي ځکه په دې سره د نړۍ د ميلياردونو مسلمانانو زړونه ځورول کېږي.
د اسلامي همکاريو سازمان د بشري حقونو څانګې په خپره کړې اعلاميه کې د هالنډ حکومت دا عمل د نړیوال تړون د بشري حقونو د مدني او سياسي برخې د شلمې مادې پر اساس څرګند مخالفت بللی.
له بله پلوه د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د دغه هېواد پارلمان په هالنډ کې د پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي هڅې غندلي دي.
که څه هم اروپايي ټولنې د نړيوالو تړونونو له مخې د اديانو په احترام ټينګار کوي خو تر اوسه هالنډ او یا نورو اروپايي ټولنو د ياد فلم د خپريدا په مخنيوي کې هيڅ ډول ګام نه دی پورته کړی.



