دعاګانې/ فکرمل طالب

فکرمل طالب

خیال مې  ټول ځولۍ ځولۍ دعا دعا دی

نن مــې راوړې قافیــیــو کې دعاګانې

 

مونږ ژړا کوؤ دعرش مالک ته ژاړو

ستا قبلیږي خندېدو کې دعاګانې

 

لېمې لپه کړه آسمان ته مخاطب شه

راته وکړه نن په تلــو کې دعاګانې

 

دګلاب په بخملي شونډو سجده ږدم

تاته کانــدم پــسرلو کې دعاګانې

 

فرښتې به پرې امین نه وایي ولې

ما تل کړي سیپارو کې دعاګانې

 

د مېړانې غیرت غر غازي دلبر ته

همېشه کوم لمونځو کې دعاګانې

 

د زړګي له  خراسانه د عرش لورته

عرض کومه په سلګوکې دعاګانې

 

چې اشناته مې دېوال د حفاظت شي

فکرمل کړم تَوُجو کې دعاګانې

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button