هرات ته د ترکمنستان د وارداتي بريښنا مزي پرې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۷)
د هرات ولايتي چارواکي وايي، چې تيره شپه د ترکمنستان څخه د وارداتي بريښنا د لینونو پرې کېدو له کبله پر دغه ولايت بريښنا پرې شوې ده.
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي، دغه لينونه تيره شپه د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خلاوک سيمه کې پرې شوي دي.
که څه هم نوموړی د يادو مزو پرې کېدل د طالبانو کار بولي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو تر دې مخکې په کندوز او بغلان ولايتونو کې د تاجکستان وارداتي بريښنا پرې کړې وه چې په وينا يې دا کار يې د حکومت له لوري چې طالبان واکمن دي د برېښنا او نورو پروژو د مخنيوي په غبرګون کې کړی و.
د جیلاني په وينا، دا مهال د هرات ولايت نيم اوسېدونکي برېښنا نه لري.
د هرات د برېښنا مسوولين وايي، د بريښنا تخنیکي ډله سيمې ته رسېدلې او د لینونو د تړلو هڅه کوي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د بريښنا دغه مزي د چا له لوري پرې شوي دي.



