(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)
طالبان وایي، چې تیره شپه یې د پلازمینې کابل د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر پر نظامي برخه په نښه کړې او ګڼ تلفات یې ور اړولي.
د طالبانو له خوا به یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، د کابل هوایي ډګر په ۴ توغندویو ویشتل شوی ، چې پراخ ځاني او مالي زیانونه له ځانه سره لري.
په یو بل خبر کې ویل شوي، چې طالبانو تیره شپه د بګرام پر هوایي ډګر هم بریدونه کړي او زیانونه یې ور اړولي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي “ ابتدايي معلومات ښيي چې امریکايي اشغالګرو عسکرو ته تلفات اوښتي او له خورا وارخطايي سره مخ شوي دي“
دېادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د بګرام هوایي ډګر په نښه شوی و او د امریکایي ځواکونو پر میشت ځایونو توغندویز بریدونه شوي و.


















