محقق: په یقیني توګه د هیواد پر ۶۰ سلنه خاوره طالبان حاکمیت لري

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)
د ملي یووالي د حکومت د اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د هیواد ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر حاکمیت لاندې ده ، چې په کې د راتلونکو ټاکنو ترسره کول هم ناشوني دي.
نوموړي چې له اریانا نیوز سره یې خبرې کولې وویل؛ د طالبانو به واک کې د ۷۰ او ۸۰ فیصده خاورې شتون مبالغه ده، خو په یقین او اثبات سره ویلی شو، چې د هیواد ۶۰ سلنه حاکمیت له طالبانو سره دی او حکومت یواځې پر ۴۰ سلنه برخه حاکم دی.
خو د نوموړي دې څرګندونو ته د ولسمشر ویاند غبرګون ښوودلی او په کنایي ډول یې ویلي “ ځینې چارواکی شته چې په حکومت کې پر لوړو پوسټونو دندې مخته وړي ،خو د حکومت پر بالیسیو نیوکه کوي، دا ډول څرګندونې یواځې پرخپل ځان عاریضه کول دي“
تر اوسه د دفاع وزارت د محقق د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر وړاندې یې دا ډول څرګندونې رد کړې وې .
باید وویل شي، چې تیرکال د طالبانو د حاکمیت په تړاو د بي بي سي له خوا په یوه څیړنه کې دا معلومه شوې وه، چې د هیواد ۷۰ سلنه برخه د طالبانو تر نفوذ لاندې ده.
افغان حکومت او بهرنی متحدین یې بیا تینګار کوي چې ۴۵ فیصده خاوره کې مخالفین فعالیت لري او د هغوی تر چتر لاندې ټول ښوونځي، روغتیایي خدمات فعال او د خلکو ستونزې په ښه توګه حل کیږي.



