غور کې ۴۵ اربکيان طالبانو سره يوځای شوي، يو ستر کلی يې نيولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۲)
د راپورونو له مخې ، د غور ولايت په تولک ولسوالۍ کې د دولت پلوه خلکو يو ستر کلی چې له ډيرې مودې راهيسې کلابند و د طالبانو لاسته لوېدلی دی.
ځايي سرچينې وايي، ياده سيمه دولت ته ډيره مهمه او سترايژکه وه چې د رايه ورکولو درې مرکزونه يې هم لرل.
ويل کېږي، دغه مهمه سيمه چې د “گاوکُش” په نوم ياديږي د ولسوالۍ جنوب ته پرته ده چې تيره شپه طالبانو نيولې او دا مهال هلته حکومت هيڅ حاکمیت نه لري.
د والي وياند عبدالحی خطيبي هم د طالبانو له لوري د يادې سيمې نيول تاييد کړي زياتوي چې د دغه سيمې د نيولو پر مهال هيڅ ډول نښته نه ده شوې.
په عين حال کې د غور د ساغر ولسوالۍ امنيه قومندان بسم الله صديقي وايي، تيره شپه طالبانو په یاده ولسوالۍ بريد کړی دی خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
له بله پلوه طالبان وايي، د غور ولايت په دولتیار ولسوالۍ کې ورسره پنځه څلوېښت اربکيان له وسلو سره يوځای شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکي: “د يادې ولسوالۍ د پشتنور او دوستمک سيمه کې ۴۵ اربکيان سره له ۱۸ ميله وسلو د اسلامي امارت له مجاهدينو سره يوځای شول”.
د قاري یوسف په وينا، وړمه ورځ هم په ياده سيمه کې نهه تنه اربکيان له خپلو وسلو سره او نهه موټرسيکلو سره طالبانو ژوندي نيولي و.



