د دفاع وزارت د سترايژۍ او پاليسۍ چارو معین استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۲)
وروسته له هغې چې د ملي يووالي په حکومت کې د استعفاګانو لړۍ پيل شوې ويل کېږي چې د دفاع وزارت د ستراتيژۍ او پاليسۍ د چارو معين “تمیم عاصي” هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.
عاصي وايي، تر اوسه يې زده کړې نه دي بشپړې کړي او د اسعفا لامل يې (په بريتانيا کې ،بيرته خپلو زده کړو ته دوام ورکول ياد کړي دي).
د تيرې اګست مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر هم خپله دنده پرېښوده چې په وينا يې د حکومت له مشرتابه سره يې په سياسي چارو او نورو برخو کې د استعفا مهم لامل یاد کړی دی.
د اګسټ ۲۵مه د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزي هم خپلې استعفاوې ولسمشر ته وړاندې کړې خو د هغه له لوري رد شوې.



