جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د نیکولسن ناکامه دنده، د ميلر پيل او د طالبانو غبرګون

ح جلال نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 3, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, راپور تاژ
0
175
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل—-

په افغانستان کې د پريکنده ملاتړ ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن دوه کاله مخکې په ۲۰۱۶م کال کې په دنده پيل وکړ.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نيکولسن شپیته کاله عمر لري او د افغانستان په جګړه کې له تيرو لس کلونو راهيسې ښکېل پاتې شوی.

نوموړي د خپلې دندې د پيل پر مهال وويل چې: ” تر ۲۰۱۷ کال تر پایه به داعش له افغانستانه ورکوي، د افغان حکومت ځمکنی کنټرول به د دې هېواد ۸۰ سلنه ځمکې ته وغځوي او پر طالبانو به ساحه دومره تنګه کړي چې یا سوله ومني او یا بیخي ورک شي.”

نیکولسن دوه کاله وروسته خپله دنده پرېښوده او پرځای يې تيره ورځ (۲ سپتمبر) په رسمي توګه بل امريکايي جنرال سټين سکاټ ميلر دغه دنده پر غاړه واخيسته.

د راپورونو له مخې، د نيکولسن په کاري وخت کې يواځې په ۲۰۱۷م کال کې پر افغانستان له څلور زرو زیات امریکايي بمونه استعمال شول، دغه راز د ۲۰۱۸م کال لومړۍ درې مياشتې ښيي چې د تير کال د يادې مودې په پرتله په بمونو کارولو کې درې برابره زياتوالی راغلی دی چې د طالبانو او داعش پر ځای پکې تر ټولو زياته مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.

که څه هم د نوموړي د کار په موده کې ډيره پاملرنه هوايي بریدونو او بمبارۍ ته کېدله خو د افغانستان د شنونکو شبکې غړی فضل الرحمن مظهري په هېواد کې د نیکولسن ماموریت ناکام بولي.

د طالبانو يو استازی چې د بهرنيو ځواکونو سره په جګړه کې هم برخه لري وايي نیکولسن په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغی (هغه څه چې ويل يې اتيا سلنه خاوره به د دولت تر حاکميت لاندې راولي، هيڅ يې نه دي کړي، بلکې يوه لوېشت ځمکه يې هم له طالبانو نه ده نيولې او تش لاس به ستنېږي).

د پوځي چارو شنونکی جابر قهرمان وايي، نيکولسن په داسې حال کې بل امريکايي جنرال ته دنده پرېږدي چې د افغانستان وضعيت تر ټولو په کړکيچن حالت کې دی او دا نه چې داعش ډله يې ځپلې بلکې د ننګرهار سربيره دغې ډلې په نورو ولايتونو کې هم فعالیتونه پيل کړي دي.

د چارو یو بل شنونکی لطيف نظري هم د نیکولسن دنده ناکامه بولي په وينا يې: ” د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د جنګیالیو ډلو پرځای ترټولو زیات زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی.”

جنرال سکاټ مېلر:

تيره ورځ د امريکا او ناټو ځواکونو قومانده په رسمي توګه له جنرال نيکولسن نه نوي امريکايي جنرال (سکاټ مېلر) ته وسپارل شوه.

سکاټ مېلر ۵۷ کاله عمر لري چې څو میاشتې مخکې ټرمپ د نيکولسن پر ځای انتخاب کړ او نهم امریکايي پوځي دی چې په افغانستان کې د امریکايي او نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان ټاکل کېږي.

 امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ تيره ورځ په يوه مطلب کې وليکل، جنرال سکاټ میلر دنده لري چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته نږدې کړي، خو ورځپاڼه زياتوي په کابل کې سياسي بدلونونو او د لوړ لګښت بهرنۍ جګړې په اړه د ټرمپ دريځ به د هغه دنده نوره هم سخته کړي.

ورځپاڼه لیکي جنرال میلر به په افغانستان کې د امریکا لومړنی پوځي قوماندان وي چې د نظامي چارو پرځای د هغه دنده تر ډېره ډپلوماتیکه بڼه ولري.

که څه هم سکاټ مېلر د واک د لېږد د مراسمو پر مهال وويل، چې دوی به د افغانستان په جګړه کې نه ناکامېږي او  پر مخالفينو نظامي فشار به د سولې د راتلو لپاره دوام پيدا کړي.

خو د مېلر ټاکل کېدو ته طالبانو غبرګون وښود:

وروسته له هغې چې تيره ورځ سکاټ مېلر په افغانستان کې د پريکنده ملاتړ د نوي قومندان په توګه وټاکل شو طالبانو غبرګون وښود او وياند يې ذبيح الله مجاهد پر خپله رسمي ټويټر پاڼه وليکل چې نوی امريکايي قومندان به هم لکه د نورو په شان له ناکامۍ سره مخ کېږي.

مجاهد زياتوي: ” دا خاوره داسې سرسپارلي مجاهدین او آګاه ملت لري چې بهرني یرغلګرو ته به تن کېنږدې، جنرال میلر به هم لکه جنرال نیکولسن په افغانستان کې دخپلو پرلپسې ناکامیو اومایوسيو شاهد وي.”

د طالبانو د وياند په ځواب کې د ناټو د ماموريت تر نامه لاندې د ټويټر رسمي اکاونټ ليکلي:” مونږ تمه لرو چې تر ښکنځلو ور هاخوا په رغنده او هر اړخیزو خبرو اترو کې بوخت شو کوم چې افغانان او د دوی ملګري هغې حل لارې ته نېـږدې کوي چې د ټولو افغانانو هیله ده”.

د ناټو د خبرو اترو وړانديز ته په ځواب کې ذبیح الله مجاهد وليکل: “موږ د جګړې له پيل څخه مخکې د رغنده خبرو غوښتنه کوله، خو تاسو وئ چې د جګړې لار مو غوره کړه، اوس هم فرصتونه لرئ، که تاسو واقعیتونه درک کړئ، زموږ آزادۍ ومنئ او متقابل درناوې ته غاړه کیږدئ، موږ د رغنده خبرو لپاره تاسو ته بلنه درکړې مهربانۍ وکړي”.

دا لومړی ځل دی چې د ناټو له رسمي ادرسه د طالبانو غبرګون ته ځواب ويل کېږي او هغوی ته د مخامخ خبرو وړانديز کېږي.

لوی ټکي: پریکنده ملاتړجنرال نیکولسنسکاټ مېلرطالبان
مخکینې مطلب

الهدایة خپرندویه اداره؛ له نویو پرمخګتونو سره!

بل مطلب

ننګرها: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com