شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د جهادونو او سياستونو دنګ منار ونړيده

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 6, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
214
ځلې شریک شوی
153
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

م، نجم الرحمن (فضلي)

علماء په هره اسلامي او متدينه ټولنه ډير منل شوی قشر دی په ځانګړي ډول په افغانی ټولنه کې علماء هغه څوک دي چې اولس او ملتونو يې هرې خبرې ته د هو سر ښورولی.
دا خبره هم د يادونې وړ ده چې پيړۍ وړاندې په افغانی ټولنه کې دا مشهوره وه چې علماء له جنګ جګړو او سياستونو سره کار نلري، دا خبره هم پر ځای او هم بې ځايه وه.
پر ځای ځکه وه چې هغه وخت يقينا علماء کرام خاموش او تر جوماتونو محدود پاتې شوي وو، خو د دې خاموشی مطلب هيڅکله دا نوه چې علماء ناخبره يا بې زړه وو.
د ظاهر شاه په وخت کې له قانون سره د علماؤ څه ناڅه ګوزاره کيدله، په دې معنی په ښکاره يې داسې څه نه ليدل چې د دوی خوله ورته جوړه شوې وای.
مګر کله چې د ظاهر شاه د حکومت په پای او د داؤد حکومت په پيل کې داسې څه راښکاره شول چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وو هغه وو چې همدا خاموش قشر يې په جذبه راووست او د انقلابونو لړۍ پيل شوه.
کوم وخت چې داؤد خان د کوداه له لارې اواک ته ورسيد لومړی کار يې په اسلامي غونډو بنديز وو چې ښه مثال يې يواد په ولايتونو کې د دستاربندي په جلسو او د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د هغه وخت د طالبانو لخوا په کلنی جوړيدونکې ميلې باندې بنديزونه وو.
داؤد خان په دې بسنه نکوله، بلکې په عملي ډول يې د مخکښو عالمانو پر نيولو هم پيل وکړ، چې د ده د همدې ګرفت په سلسله کې د هيواد د نورو مشهورو مخکښو او جيدو علماؤ په کتار کې مولوي جلال الدين حقاني هم راوستل شوی وو، او د نيولو يې څو ځلې هڅه هم شوې وه، هغه وو چې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د الهي امر (فتهاجروا) له مخې هجرت او د بل الهي امر (جاهدوا) له مخې په جهاد او مقاومت لاس پورې کړ.
دا چې د جهاد او مقاومت له پيل بيا تر مرګه مولوي جلال الدين حقاني څه ډول جهاد او مقاومت وکړ، څه ډول او څومره جنګونه يې وکړل، څومره قربانی يې ورکړې او څوځلې يې زخمونه برداشت کړل دا زما د وس خبرې ندي، دا د تاريخ کار دی او تاريخ به يې خامخا وليکي.
البته دا حقيقت هيڅوک نشي پټولی چې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د جهاد او مقاومت په دې څلويښت کلنه موده کې هغه څه وکړل د کومو په مټ يې چې ويده پيړۍ راويښه او ويښه پيړۍ يې هک پک حيرانه کړه.
لکه مخکې مو چې وويل پيړۍ مخکې علماء خاموش وو، چې له همدې امله به يوشمير پښتنو په خپلو لنډيو کې ويل (ملا ملا لښکر ده ما مه شميره، ملا ملا تلبر ده ما په دوه شميره).
مګر کوم وخت چې همدا خاموش سيند په جوش راغی نو داسې قهريدلې څپې يې ووهلې چې د ډيرو قهرمانانو تورې يې تر ګنګخړو لاندې کړې او ناڅاپه د پښتنو په خوله راغلل چې (ملا ملا لښکر ده ما په زر شميره).
بل په هره ټولنه په ځانګړي ډول په افغانانو کې دا ډيره مشهوره وه چې ملايان ډير نازک خلک دي، دا خبره يې هم تر يوه بريده پر ځای وه، ځکه علماء په ټولنه کې د منبر خلک دي او طبعي ده چې نازک به وي، ليکن کله چې همدې نازک مخلوق د اسلام او هيواد دښمنانو ته غيږ ورکړه بيا د نازک توب خبره هم تر فولادو ورسيده.
ولې به نوي رسيدلې، آيا مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله هغه څوک نه وو چې په ګارو او سمڅو کې يې له مارانو سره شپې سبا کولې
آيا دی هغه څوک نه وو چې د نښترو او څيړليو لاندې يې په ډبرو خوبونه کول
آيا د پکتيا د سټو کنډو د دنګو غرونو په پرښو پسې يې د پوندو او قدمونو غوښې پاتې نشوې.
آيا مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله هغه څوک نه وو چې سرو لښکرو ته يې د سټو کنډو د تکبير په کنده ور وپيژندله
آيا دی هغه څوک نه وو چې له سرو لښکرو د هيواد د ازادی بنياد يې د خوست په فتح کولو کيښود
له سرو لښکرو سره د جهاد او مقاومت په زمانه کې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله نه يوازې جهادي تګلاره بريالی وساتله بلکې سياسي هلو ځلو يې هم د روسيې ډير پلانونه له خاورو سره خاورې کړل.
د اوسنی يرغلګرې امريکا او ناټو په مقابل کې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله بيا خپل ټوپک پر اوږه او ګرنۍ يې تر ملا وتله او په نه ستړي کيدونکي مقاومت يې لاس پورې کړ.
دا چې د سرو لښکرو په مقابل کې له امريکا او ناټو سره د جګړې بڼه ډيره بدله وه، نو حقاني رحمه الله هم د جګړې اړخ بدل کړ او راغلي يرغلګر يې تر مرګونو بريدونو لاندې ونيول.
لکه څرنګه چې امريکا او ناټو د سمندر او هوا له لارې د بټنو په ذريعه جګړه کوله حقاني هم ډير زر وتوانيد چې د دوی د همدې ټيکنالوجي په مقابل کې د بټنو (ريموټ) جګړه پيل کړي
لکه څرنګه چې د امريکا او د ناټو توغندي او بمونه د مجاهدينو په مينځ کې چول کيدل حقاني رحمه الله هم داسې زلمي (فدايان) وروزل چې د امريکايانو او متحدينو د کتارونو او بيسونو په مينځ کې وچاودل او دا لړۍ لا روانه ده،چې په نتيجه کې له همدې فرعوني طاقت نه هم د تيښتې لار ورکه کړيده
د جهادونو او سياستونو دغه دنګ منار د غيرت څومره هسکه غړۍ ګرځوله، امريکا او ناټو چې په ټوله نړۍ کې يې په مقابل کې هيڅوک له خولې د آه باسلو جرئت نشي کولی دغه د غيرټ څلي په خپله يوه وينا کې څومره له غيرتونو ‌ډکه خبره ورته وکړه (امريکايان د صلح او خبرو خلک ندي، د دوی اصلاح کول او لارې ته د راوستلو يوازينی لار د دوی وژل دي اوبس).
لوی خدای تعالی دې خدمتونه ورته قبول کړي، جنت الفردوس يې په نصيب شه، او ځای ناستي ته دې الله تعالی د ډير عمر ورکړي او د ده په قدم د قدم ايښودلو توفيق يې په نصيب شه.
مسلمان او مجاهدين ټول بايد ډاډه وه اوسي ځکه پښتانه وايي (باز خانه بې بازه نه پاتې کيږي)
توکل په خدای
پای

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

لوی ټکي: جلال الدینحقانیحقانی شبکه
مخکینې مطلب

پلچرخي: د مسوولينو د نه پاملرنې له کبله يوه زنداني ژوند له لاسه ورکړ

بل مطلب

لغمان: د دولتي ځواکونو عملياتو کې يوولس ملکي وګړي وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com