(کابل ټکی کام ۱۴۹۷ وږی ۱۵)
د کابل د عامه نظم د پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان چې محکمې د فساد او قتل په تور په بند محکوم کړی وو، د دې پرځای چې زندان ته واستول شي شل تنه ګارډان(ساتونکي) ورکړل شوي دي.
د پژواک اژانس د راپور له مخې، له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړۍ محکمې د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت کې د عامه نظم د پولیسو پخواني قوماندان (زمری پیکان ) دقتل او له واکه د ناوړې استفادې له امله پر اته کاله او شپږ میاشتو بند محکوم کړ .
د دې محکمې پریکړه شاوخوا ۱۰ میاشتې وړاندې اورول شوې خو لویه څارنوالۍ وایي، پیکان لا هم نه دی نیول شوی او د استیناف محکمه یې هم تر اوسه نه ده پیل شوې.
د کورنیو چارو وزارت یې په اړه له څه ویلو ډډه کوي خو د دفاع وزارت بیا وایي چې نوموړی په احتیاطي بست کې قرار لري.
د هغه غوښتنلیک کاپي چې رسنیو تر لاسه کړې په کې زمري پیکان د ملي دفاع وزارت له لوی درستیز (شریف یفتلي) څخه غوښتي چې د امنیت ساتنې په موخه یې د شلو عسکرو شفاهي امر ورکړي، یفتلي هم دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او په ځوابیه لیک کې راغلي
“د زمري پيکان غوښتنلیک ته په کتو په خدمتي ډول د ۲۰ کسانو د جذب، معاشونو د ورکړې او اعاشې په ورکولو کې اجرات وکړي“
د یادونې وړ ده چې په دې قضیه کې ۸ نورو تورنو کسانو ته هم له یو کال او یوې میاشتې څخه تر اتو کلونو د بند سزا ورکړل شوې چې ډیری یې نیول شوي خو د پیکان پرضد ته لا هم مسؤلینو د کومې پریکړې جرأت نه دی کړی.
باید وویل شي چې دا یواځې پیکان نه دی چې د افغان دولت زور ورباندې نه رسیږي، بلکې لسګونه او سلګونه چارواکي شته چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي او فعلاً هم د ګډحکومت په اداراتو کې دندې ترسره کوي، یا هم آزاد فعالیتونه او خپلسري وسلوال لري چې نظام یې پر وړاندې د کومې کړنې جسارت نه لري.
















