یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

کابل کې د مسعود تلين نمانځل، وحشت او د چارواکو مسووليت

ح جلال نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 10, 2018
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
118
ځلې شریک شوی
185
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل—

د وږي مياشتې اتلسمه چې د شمال ټلوالې د قومندان (مسعود) د وژلو سره برابره ده او حکومت دغه ورځ د (شهيدانو اوونۍ) نومولی ده.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

هر کال په دغه ورځ د مسعود پلويان له دولتي وسایطو په استفادې په کابل  له وسلو سره راووځي، نمايشونه کوي ډزې کوي چې د کابل د خلکو په وينا په دغه ورځ د کابل ښار د (وحشت او دهشت ) بڼه غوره کړې وي خو امنيتي مسوولين يې د مخنيوي په اړه هيڅ اقدام نه کوي.

پرون هم د مسعود تلين د نمانځنو په هدف د هغه پلويان په بې نمبر پلیټه موټرو کې د وسلو سره د کابل ښار واټونو ته راوتلي و او هره خوا يې ډزې کولې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وويل، په دغه هوايي ډزو کې تر اوسه ۲۲ تنه ټپيان شوي او د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

په تير کې هم د شمال ټلوالې کسانو د احمد شاه مسعود د وژنې پر ورځ کابل ښار کې ورته ډول نمایشونه- ډزې کړي چې له کبله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاريان وايي، په کابل کې تيره ورځ داسې وحشت او دهشت تير شوی چې نن هم ډيری ښاريان د وحشتونو له ويرې په کورونو کې پاتې دي او له ډاره خپلو کارونو ته نه دي وتلي.

د کابل یو تن اوسېدونکی زیارمل وايي، د تيرې ورځې وضعيت دا په ډاګه کړه چې لا هم امنيت نشته او د خلکو ځان او مال خوندي نه دی ځکه (دولتي ځواکونو دا جرئت نه شو کولی څو غير مسووله وسله وال او بې نمبره موټر ودروي.)

دوی وايي، دغه غير مسووله وسله والو د جمعيت ګوند درې رنګه بيرغ له ځان سره ليږداوه او د عامو خلکو د سر مال هيڅ پروا يې نه ساتله.

د حبيب الرحمن ابراهيمي په نوم د اجرايه رياست يو کارمند وايي، د مسعود پلويانو د کابل ښار په يوه وحشت بدل کړ.

که څه هم د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې د مسعود تلين د نمانځې پر وخت امنيت اخلالوونکي او سرغړوونکي به له جدي چلند سره مخ شي خو د ميروس په نوم یو دوکاندار وايي، په کابل کې ځای ځای امنيتي ځواکونه تر سترګو کېدل خو دومره جرئت يې نه شو کولی څو د دغه غير مسووله وسله والو د ډزو مخه ونيسي او يا له هغوی پوښتنه وکړي ځکه که هغوی دا کار کړی وی ښايي د وسله وال غبرګون سره مخ شوی وی.

ښاريان وايي، د دغو کسانو تر شاه خامخا حکومتي قوي کړۍ شته چې هيڅ امنيتي ځواک يې مخه نه شي نیولی او په (کابل کې دا ډول وحشت جوړول د حکومت مشرتابه او مسوولينو ته پيغور دی.)

د دغه ټلوالې يوه قومندان د تلين ورځې له نمانځنې دوه ورځې مخکې په یوه ويډيو خبرداري کې د کابل امنيه قومندان ته اختار ورکړ (که د يادو وسله والو د مخنيوي په باره کې يې لږ حرکت هم وکړ  نو بار او بستره به دې درټوله کړم او کابل به هم درنه ونيسي.)

د ګډ حکومت اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې په خپله وینا کې د قومندان احمدشاه مسعود د پلویانو د موټرو په کاروانو کې د ځوانانو له خوا د ډزو غندنه وکړه او ویې ویل، چې دا د قومندان مسعود د تلین د لمانځلو لار نه ده.

که څه هم د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، امنيتي ځواکونو سل کسان، لسګونه ميله وسلې او ديرش موټر نيولي چې د کابل امنيت ته يې ګواښ جوړ کړی و.

خو امنيتي سرچينې وايي، نيول شوي کسان بیرته د اړيکو له لارې خوشې شوي او ښايي د هغوی نيول شوي موټر او وسلې هم بيرته وسله والو ته وسپارل شي.

د شنونکو په باور دا چې حکومت په کابل ښار کې د ښکاره وسله والو مخنيوی نه شي کولی نو هغه غير مسووله وسله وال به څنګه کنترول کړي چې وخت ناوخت يې د ولسمشر په ويناګانو کې ذکر کېږي.

مخکینې مطلب

هلمند: د هاوان مرمۍ لګېدو دولس ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

پر ټرمپ کودتا د اشرف غني د حکومت  نسکورېدا

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com