یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

پر ټرمپ کودتا د اشرف غني د حکومت  نسکورېدا

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 10, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
596
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

ټرمپ د امریکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې کامياب شو، خو چا چې د کاميابولو رايه ورکړې هغه هم اوس پښېمانه دي. وايي، ټرمپ د امريکا لپاره پر ځای د دې چې ګټه راوړي، په نړيواله کچه یې امريکا د زوال په لوري روانه کړې ده، چې تر ټولو مهمه یې د بيت المقدس، عراق، افغانستان او سوریې په اړه دامريکا د ولس د رايو پر خلاف پاليسي غوره کول دي .

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د افغانستان لپاره په پاليسۍ کې ټرمپ ډيرې تېروتنې وکړې. دمخه چې ټرمپ د جمهوري رياست لپاره انتخاباتي کمپاين کاوه، په وار وار یې ويلي و چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي او امريکا به په اقتصادي لحاظ غښتلې کوي.

خو دا دی ګورو چې د افغانستان د جګړې له دوام سره سره، ټرمپ د سوریې جګړه هم د امريکايي ولس پراوږو وراچوي، چې دا بار پورته کول د امريکايي ولس لپاره ناشوني دي .

پخپله په امريکا کې تر درې ميليونو پورې وګړي د کرايه کورونو د ورکړې توان نه لري، او د افغانستان د پردۍ او بايللې جګړې لپاره د ټرمپ ادارې په ميلياردونو ډالر ومنل چې بايد په افغانستان کې په پوځي چارو مصرف کړل شي.

د ټرمپ په اداره کې د هغه نږدي ملګري د هغه له حکومتولۍ سره مخالف دي، وايي د امريکا لپاره د ټرمپ پاليسي په تاوان روانه ده.

د ټرمپ په حکومت کې زياتره هغه کسان پر لوړو پوسټونو کار کوي چې يا ورسره د تنظيم په داخل کې له مخالفتونو سره مخ دي او يا یې پر لوړو پوسټونو کارکوونکي د بد اخلاقيو او د جنسي  جرمونو مجرمين دي .

په نيويارک ټايمز کې د خپرې شوې مقالې ليکوال ليکي: د ټرمپ د ادارې دننه ځینې کسان کوښښ کوي چې د هغه د ایجنډا له ځینو برخو سره خپل مخالفت وښیي، چې د مخالفتونو لړۍ په استعفاګانو او مخالفتونو ښوولو پیل شوې ده.

که په امريکا کې پر ټرمپ کودتا وشوه، ورسره سم به په افغانستان کې د اشرف غني حکومت هم له منځه تللى وي. پر ټرمپ کودتا به داسې مانا ولري لکه د اشرف غني پر حکومت چې کودتا شوې وي.

 د اشرف غني حکومت د خپلو داخلي اختلافاتو او د طالبانو د پرلپسې بريدونو له امله د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی. هره ورځ ترې يوه يا دوه ولسوالۍ طالبان نيسي. د جوزجان ولايت خم آب ولسوالي ترې طالبانو ونيوله. دفاع وزارت وايي د ميدان وردګو پر دايمرداد ولسوالۍ د حکومتي پوځونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، خو طالبان وايي، ولسوالي مو ترې ونيوله .

په کندز، سمنګان کې هم د جګړو له امله ولس نور اړ دی چې يا له سيمې کورونه وباسي، ځکه د کندز دشت ارچي کې د طالبانو لخوا د ١٨ عسکرو د وژل کېدو او تر ٢٣ پورې د نورو د ټپيانېدو په بدل کې د ناټو ځواکونو د ولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې ولسي وګړي د کورونو پرېښودو ته اړ کوي. افغان ولس د ټرمپ له پاليسۍ او د اشرف غني د حکومت له حکومتولۍ پوزې ته راغلی دى. پر ټرمپ کودتا او د کابل حکومت نسکورېدل دواړه سره تړلي دي.

مخکینې مطلب

کابل کې د مسعود تلين نمانځل، وحشت او د چارواکو مسووليت

بل مطلب

اروزګان: نظامي ټپیان د ولایتي روغتون ډاکټرانو سره سم چلند نه کوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com