(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۰)
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د روان ۲۰۱۸میلادي کال له پيل راهيسې د جګړو او نا امنيو له کبله څلور سوه اته نوي زره کسان بې ځايه شوي دي.
د يادې ادارې په تازه راپور کې راغلي، په ياده شميره کې (دوه سوه پنځه اويا) زره تنه د چکالۍ له کبله او (دوه سوه درويشت) زره تنه د جګړو او انا امنيو له کبله خپلې اصلي سيمې پريښي او نورو ځايونو ته کډه شوي دي.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو همږۍ اداره وايي، د جګړې او نا امنيو د بې ځايه شويو په پرتله د هغه کسانو شمير (دوه پنځوس زره) تنه زيات دی چې د وچکالۍ له امله بې ځايه شوي دي.
راپور زیاتوي، په تيره يوه اوونۍ کې يواځې په بادغيس او کندهار ولايتونو کې (يوسل شل زره) تنه د وچکالۍ له کبله نورو سيمو ته کډه شوي خو زياتوي د تير کال په پرتله د جګړو او نا امنيو د بې ځايه شويو شمير (پنځه ويشت) سلنه کم شوی دی.
له طبيعي پېښو سره د دولت وزارت وايي، وچکالۍ شاوخوا شل ولايتونه زيانمن کړي چې غور، بادغيس، فارياب، سمنګان، جوزجان، هلمند، کندهار، روزګان او زابل د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
تيره ورځ افغانستان ته د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو وويل:چې ۴.۲ میلیونه کسان په افغانستان کې د جګړو، بې ځایه کیدو او د وچکالۍ په ګډون د نورو طبیعي پیښو له امله او دغه راز ۸.۷ میلیونه نور بیا د فقر، بیکارۍ او د موسمي بدلون په ترڅ کې د معیشت د له لاسه ورکولو له امله، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.


















