(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۰)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په یوه خبری ناسته کې د ملي یووالي پر حکومت توندې نیوکې وکړې او د حکومت چارواکی یې په روان امنیتي وضعیت کې په ناغیړۍ، د انتخاباتو کمیسیونونو کې په لاس وهنې او په پراخ اداري فساد کې ښکیل وباله.
حکمتیار وویل امریکایانو په افغانستان کې یو هدف هم نه دی تر لاسه کړی
“ نه یې قوي حکومت جوړ کړ، نه یې مخدره توکي ختم کړل، نه یې منځنۍ آسیا ته لار وموندله، امریکایانو فقط مصارف کړي، تلفات یې ورکړي ؛ وجه یې هم داده چې ستراتیژي یې ناکامه وه“
نوموړي دغه راز د اشرف غني په مشرۍ حکومت د سولې پرضد اداره وبلله او زیاته یې کړه “ متأسفانه د ملي وحدت حکومت نه اراده د سولې لري او نه هم د سولې د تأمین ظرفیت په کې شته“
نوموړي وویل؛ حکومت له حزب اسلامي سره په سوله هم خوښ نه دي ،د مذاکراتو پر مهال یې هم موانع ایجادول او د سولې د تفاهمنامې په تطبیق کې لا هم ستونزې لټوي.
حکمتیار ټینګار وکړ ، چې حکومتي چارواکي د جنګ غوښتونکي دی او په ټول توان سره د سولې مخه نیسي او خپلې منافع د جنګ په تداوم کې لټوي
“ د ملي یووالي حکومت نه له حزب اسلامي سره سوله غوښته، نه یې له طالبانو سره غواړي“
حکمتیار داسې مهال حکومت د سولې په نه غوښتلو تورنوي چې نوموړي خپله تیرکال له یاد حکومت سره د ځینو امتیازاتو په بدل کې روغه جوړه وکړه چې لا هم ځینې ژمنې چې حکومت حزب ته منلې وې نه دي عملي شوې.
حکمتیار د انتخاباتو پر کمیسیون هم غږ وکړ چې په وینا یې غیر شفافې او له درغلیو ډکې ټاکنې به هېڅوک و نه مني
حکمتیار اوسمهال د دارالامان په “ده دانا“سیمه کې امریکایي پوهنتون ته څیرمه میشت دی او د خپلو پلویانو لپاره یې دفتر هم پرانیستی دی.


















