پاکستان: د پخواني لومړي وزير نوازشريف ميرمن مړه شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۰)
د پاکستان د پخواني لومړي وزير نوازشريف ميرمن چې له تيرې څه مودې راهيسې د کنسر په ناروغۍ اخته وه ژند له لاسه ورکړی دی.
ويل کيږي، د نوازشريف ميرمن کلثوم نواز ته د مرۍ د کنسر ناروغي پيدا شوې وه او له تير يو کال راهيسې په لندن کې د تداوۍ لاندې وه.
د مسلم نون ګوند مشر او د نواز شريف ورور په خپله ټويټر پاڼه د کلثوم نواز د مړينې پخلی کړی دی چې په وينا يې (لندن کې مړه شوې او جسد به يې پاکستان ته راوړل کېږي).
کلثوم نواز تير کال په داسې حال کې د ولسي جرګې غړې پاتې شوې وه چې خلکو د هغې په غياب کې رايه ورکړه او هغه په خپله په روغتون کې بستري وه.
د پاکستان يو شمير سياسي مشرانو د هغې په مړينه خواږي ښکاره کړې ده.
نواز شريف د روان کال د جولای په ديارلسمه خپله ميرمن په ناروغ حالت کې په روغتون کې پريښوده او خپله پاکستان ته راغی، چې په پاکستان کې د يوې محکمې له خوا د فساد په تور په لس کلونو، لور يې مريم نواز په اوو کلونو او زوم ته يې د يو کال بند سزا واورول شوه.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د کلثوم نواز د جنازې او تدفين لپاره به د هغه خاوند نوازشريف، لور يې کلثوم نواز او زوم يې صفدر حسين پرېښودل شي.


