پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امريکا به ډير ژر خپل ګوډاګيان هم مړه کړي هم پړه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 11, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
331
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

د امريکايانو په اړه ويل کيږي چې له خپلو ګوډاګيانو د کار اخیستلو عادت لري او له بري يا ناکامي وروسته يې هم پړه کوي او هم يې مړه کوي. په دې اړه خورا ډير تاريخي شواهد هم شتون لري.
د امريکايانو له لوري په افغانستان کې له خپلو ګوډاګيانو کار اخيستل له تيرو ۱۷ کلونو راهيسې مشاهده کوو، خو اوسنۍ سياسي اوضاع ته له کتلو داسې بريښي چې د خپلو تالۍ څټو مړه کولو او پړه کولو د پروسې تطبيق ته ځان برابروي.
چيرته مې وليدل، وايي د اوباما د دورې د بهرنيو چارو وزير جانکيري د خپلو خاطراتو کتاب ليکلی. زه په دې کتاب پسې ولټيدم، خو پيدا مې نکړ، البته اړوندو معلوماتو کې مې ولوستل چې د نورو کيسو تر څنګ يې تر ډيره په نورو هيوادونو کې د خپلو لاسوهنو خاطرې پکې راټولې کړې او د ډيرو نورو په ضمن کې يې په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو اړوند اصلي واقعيتونه ليکلي دي.
د کتاب په اړه ليکل شوي يو خبر کې راغلي، چې په دې کتاب کې يې ليکلي چې د دوه سري حکومت طرحه اشرف غني ورته وړاندې کړې وه او جانکيري پرې عبدالله راضي کړی و.
دا چې موږ ولس او هيواد ته مو ګډ حکومت څومره زيانونه واړول او آن لويديځوالو راوارده کړې ديموکراسي يې په شرمونو وشرموله، دا بيله خبره ده او خبره هم ځکه نه پرې کوو چې ټول هيوادوال يې په اړه ښه معلومات لري. موږ يې دې زاويې ته تم کيږو چې امريکايي سياست نور هغه پړاو ته رسيدلی چې خپل چوپړوال مړه او پړه کړي.
نن چې جانکيري خپلې واورې د اشرف غني پر بام غورځولې، ممکن سبا يې پوځي جنرالان هم خپل انجام کړي جنګي جنايتونه د کرزي، اشرف غني اوعبدالله په غاړه واچوي او د ګردې نړۍ په شمول يې د هغه بين الملل په وړاندې هم ګرم کړي چې دوی ته يې په افغانستان کې د جنګي جرمونو ترسره کولو زمينه سازي کړې وه.
زمونږ دغه خبره يو بل خبر لا کره کوي. په دې خبر کې ويل شوي چې د امريکا د ملي امنيت مشاور «جان بولټن» د يوې حقوقي ټولنې په ناسته کې وويل چې د نړيوالې جنايي محکمې غړي بايد په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د بشري او جنګي جنايتونو له څيړنې لاس واخلي، ګني سپينه ماڼۍ به يې بنديان کړي او سزا به ورکړي.
اوس خبره دا ده چې نړيواله جنايي محکمه په کابل کې د بشري حقونو اداره نه ده چې څو ډالر يې خوله وربنده کړي، بلکې دغې محکمې په نړيواله کچه په افغانستان کې د امريکايانو له لوري د بشري حقونو د نقض او د جنګي جنايتونو څيړلو اعلان کړی دی؛ نو ضرور به يې په يو نه يو ډول سر ته رسوي. اوس که څه هم امريکا د دوی مخنيوی کوي، خو تيرو دغسې پېښو ته په کتلو په زغرده ويلی شو چې له (لږ ته راتير شه او لږ به زه درتير شم) فارومولې څخه به کار اخلي، تر څو هم د امريکا او هم د نړيوالې جنايي محکمې حيثيت پر ځای پاتې وي.
د دې لپاره يوازينۍ لاره دا ده چې نړيواله محکمه د امريکايانو په همکاري او خوښه د خپلو څيړنو په پايله کې د امريکا لاسپوڅي پړه راولي، تر څو هم د امريکا د خوښې په عملي کولو سره له شکنجې ځان وژغوري او هم خپل نړيوال نوم پر خپل مقام وساتي، دا هيڅ لرې نه ده.
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د هرې پېښې شوې نادودې او ناخوالې عاملين امريکايان او د هغوی ايتلافيان دي، خو د ننني امريکايي سياست ۱۸۰ درجې بدلون ته په نظر دا هم له شکه وتلې چې نور يې د خپلو ګوډاګيانو په اړه د وروستي معمول ترسره کولو وخت رارسېدلی دی، نور ډير نژدې ده چې هم يې مړه کړي او هم يې پړه کړي؛ ځکه چې هم دوی د خپلو استعماري موخو په ترلاسه کولو کې ناکام راوتلي او هم يې افغاني ملګرو هغه ګټه په لاس ورنکړه چې دوی ترې تمه لرله.

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

مخکینې مطلب

یو امریکایي ډالر ۷۵ افغانیو ته لوړ شو

بل مطلب

دوه ماڼیو امریکا ونړوله

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com