غزل – ثاقب خپواک

ثاقب خپلواک
د مینې ترنم یم ، د شپیلۍ په غېږ کې پټ یم
لت پت په وینو سور د آزادۍ په غېږ کې پټ یم
د هجر ګرد،غبار مې د وصال پر څېره پروت دئ
داستان د ښکلي عشق یم،د سیلۍ په غېږ کې پټ یم
مهین د مینې درد یم ، له مسکا سره مې ورانه
لمن د وچو شونډو ، د سلګۍ په غېږ کې پټ یم
رنګین-رنګین غمی یم ، د حریت رنګین غمی یم
په غاړه د لیلا ، د غاړګۍ په غېږ کې پټ یم
لفظونه د غزل مې ، عطر پاشي پر هر لوري
د خپل لونګین خیال،د سنځلۍ په غېږ کې پټ یم
پټ رمز یمه د مینې ، مرموز راز د محبت یم
د مینې- مینې – مینې لیونۍ په غېږ کې پټ یم
له وړانګو د کتو به یې ځان ساتم جادوګره
شبنم یم د ښکلا ، د ګل غوټۍ په غېږ کې پټ یم
تر مراندو د بڼو چې ځي ، له سترګو د کیږدیو
ثاقبه !! د هغې اوښکې کوچۍ په غېږ کې پټ یم



