چاراکو پر امريکا د ګواښوونکي طوفان د راتلو خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۲)
امريکايي چارواکو په متحده ايالاتو د يوه تيز ګواښوونکي طوفان د راتلو خبرداری ورکړی چې په وينا يې له امله به يې زيات کسان زيانمن شي.
د امريکا د بيړنيو حالاتو ادارې، د جنوب ختيځو سمندري غاړو په اوږدو کې له ميليونونو خلکو غوښتنه کړې چې د “فلورينس” طوفان له راتلو مخکې دې ټول کارونه بشپړ کړي زياتوي دغه طوفان به امريکا ته په رسېدو له ځان سره ډيره تيزه سيلۍ او بارانونه هم ولري چې د زياتو خلکو ژوند به وګواښي.
دا مهال فلورينس طوفان په یوه ساعت کې (دوه سوه پنځلس) کيلومتره تېزوالی لري خو چارواکي وايي د طوفان سرعت به امريکا ته په رسېدو نور هم زيات شي.
د ځايي سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د طوفان له کبله به په شمالي کېرولاينا، جنوبي کېرولاينا او ويرجينيا ايالاتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو او توندۍ سيلۍ له کبله به ډيرې ونې له بيخه ووځي، برېښنا لاینونه به وشلېږي چې تر څو ورځو به برېښنا نه وي.
د يادو سيمو څخه تر دې دمه يو ميليون کسان نورو سيمو ته تښتېدلي او د شمالي کېرولاينا والي خلکو ته ويلي چې راتلونکی (طوفان یوه بلا ده چې ډيره ستره او خطرناکه ده.)
ويل کېږي، امريکايانو د ياد طوفان له ويرې له بازارانو په زياته اندازه خوراکي او د اړتيا وړ توکي رانيولي او تيره ورځ بازارونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ ول چې د څښاک لپاره کافي اوبه هم نه پيدا کېدلې.
د پوهانو په وينا، دا يو داسې طوفان دی چې په تيرو شپيتو کالو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.


