(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۲)
د پاکستان پښتونخوا ایالت پوليسو پيښور ښار ته د افغان کډوالو د شاوخوا لسو ورځو لپاره پر ورتګ بنديز لګولی دی.
د پيښور مرستيال کميشنر عمران حمید شيخ د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې افغان کډوال دې د محرم مياشتې په لومړۍ لسيزه کې په پيښور کې د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
دغه خبرپاڼه چې پرون ماذيګر خپره شوې، زياتوي چې دا بنديز يواځې د افغان کډوالو لپاره نه بلکې د پيښور استوګن به هم له هغو سيمو ځانونه ليرې ساتي کومو سيمو کې چې د شيعه ګانو بارګاوې، او د هغوی د اوسېدو او مذهبي ځايونه وي.
دغه راز په ياده خبرپاڼه کې د موټرسيکل د دوو کسانو پر ګرځېدو، د وسلې پر ګرځولو، په بامونو درېدلو او د جمعې له خطبې او اذان نه بغير د لاوډسپيکر پر کارولو هم بنديز لګول شوی دی.
دغه هېواد کې په وروستيو کې د شيعه ګانو پر جلوسونو بريدونه وشول چې له کبله يې هر کال د هغوی د جلوسونو په ورځو کې په ټول پاکستان کې کلک امنيتي تدابير نيول کيږي.


















