جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

دا فراه ده، نه برما!/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
سپتمبر 17, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
فراه کې سوځول شوی جسد

فراه کې سوځول شوی جسد

690
ځلې شریک شوی
283
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تېر اوولس کاله طالبان د ټولې کفري نړۍ د هر ډول وسلو، بمونو، الوتکو، ټانکونو، ظلمونو، شکنجو، زندانونو او ټیکنالوجۍ ته لکه سپهر ولاړ دي/ وو. پر طالبانو نه افغان حکومت او نه یې بهرنیو ملاتړو یوه ذره رحم وکړ. د گوانتنامو، بگرام، څرخي‌پله، نود، هفتاد او نورو پټو او ښکاره زندانونو کیسې نه د اورېدلو دي، نه د لیکلو. په دغو زندانونو کې پر طالبانو داسې ظلمونه وشول، چې له دې وړاندې او وروسته به بیا دومره ظلمونه ونه شي. هره نوی ازمايښت پر طالبانو شوی او سلگونه بندیان د امریکايي وحشیانو د شکنجو له لاسه په شهادت هم رسېدلي دي.

د طالبانو یوه گناه ده او هغه داده چې د خپل هېواد خپلواکي غواړي، دلته یو سوچه اسلامي نظام غواړي، د بهرنیانو لاسوهنې نه غواړي، رشوت، فساد، غصب، زنا، لواطت، پاټکیانو او نورو بې‌لارو د واکمنۍ پای ته رسول غواړي او په همدې گناه یوه نیمه لسیزه کړېږي او رنځونه وړي. خو د طالبانو دومره لویې قربانۍ ته بیا هم خلک جلا ـ جلا نومونه ورکوي او وخت ناوخت یې پر نورو تپي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

جگړه خپل قانون لري. دُښمن دې تر ژونده دُښمن دی. که مړ شو، نو بیا یې د جسد بې احترامي نه شې کولی. خو د ډیموکراسۍ ساتونکې«امریکا» په لاس داسې خلک وروزل شول، چې د ژوندیو انسانانو جسدونه یې پر ټانکونو پسې کش کړل. د مړیو بې احترامي یې وکړه، پر جسدونو یې بولې وکړې، شپانه یې د پیکا او راکټ مرمیو ته وتړل. په سویلي او شمالي ولایتونو کې د سنگوریانو، جنبشیانو او د جنرال رازق عسکر داسې ظلمونه هره ورځ کوي، چې آن امریکایان ورته گوته په غاښ پاتې دي، چې دغه خلک څومره وحشیان دي او له دوی یې خپل وحشت هېر کړی.

په څرخي پله زندان کې له طالب بندیانو سره چلند بېخي انساني نه دی. هلته د طالبانو په تور نیول شویو زندانیانو سره سم چلند نه کېږي، خواړه، اوبه، د عبادت ځایونو او روغتیا ته یې هېڅ پام نه کېږي او نږدې هره ورځ په دغه زندان کې د اعتصاب لړۍ پیل شوي وي. خو د بشري حقونو، ملگرو ملتونو او سره صلیب ادارې پرې غلې پاتې کېږي او آن تر دې چې مازې یې غندلی هم نه شي.

له تېرې ورځې راهیسې په فېسبوک کې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ یو انځور خپور شوی، چې د ملي اردو عسکرو د یوه طالب جسد په ټانک پسې تړلی او بیا یې سوځولی دی. دغو عسکرو ورسره یادگاري انځور هم اخیستی. دغه انځور کټ مټ داسې دی، لکه په برما کې چې د بودایانو له خوا مسلمانان سوځول کېږي او جسدونو ته یې اور اچول کېږي. خو د فراه او برما ترمنځ دومره توپیر دی، چې هلته بودایان داسې کارونه کوي او په فراه کې بیا افغانان داسې لعنتي کار له خپلو افغانانو سره کوي.

که دلته د نظام په نامه څه وي، نو باید د فراه پېښه په بې‌پرې توگه وڅېړي او مجرمین علني اعدام کړي. که چېرته طالبان په ورته کار لاس پورې کړي، نو دغه جگړه نوره هم خونړۍ کېږي او بیا به هره ډله خپل مخالفین په داسې ظلم وژني، چې انسان به ترې «قی» کوي. په فراه کې شوی جنایت د بښلو نه دی او د ملي دفاع وزارت باید په دې اړه پوره معلومات ورکړي او په پېښه کې ښکېل عسکر ونیسي او د اعدام سزا ورکړي، گنې له طالبانو سره د شته بندیانو برخلیک به دې له هم بدتر وي.

لوی ټکي: جنگي جنایتونهخالد رواند ملي اردو عسکرطالبانفراهمهم
مخکینې مطلب

عمران خان: افغان او بنګالي مهاجرینو ته به د پاکستان تابعیت ورکړل شي

بل مطلب

آسيا جام: افغانستان نن څلور بجې له سريلانکا سره مخ کېږي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com