پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

له بدنامو ملا شکلو د نيکنامې سولې اميد!!!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 18, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
علماء

علماء

125
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

تميم توفيق
د علماؤو په نوم د يو شمير ملا شکله درباريانو يو شمېر بې معنی غونډو ته په کتلو به هيڅ افغان د دوی د راتلونکو غونډو په توسط د سولې راتلو تمه ونه لري؛ ځکه چې موږ وليدل چې دا خلک په ځلونو راټول شول، خو بې له دې چې په درباريتوب او د امريکا استعماري موخو ته په تحقق بښلو ځان بدنام کړي، هيڅ ګټه يې ونکړه.
اوس عام افغان ولس متيقن دی چې دغه د علماء کرامو په نوم راټوليدونکي خلک ګردسره د واقعي سولې غوښتونکي نه دي، بلکې يوازې د دربارونو خوشحالولو او د ډالرونو ترلاسه کولو په اميد د زمکنيو واقعيتونو په تحريفي تعريف بوخت دي.
دا خبرې مې د کابل ادارې د چارواکو تر هغو موافقو رايادې شوې چې وايي کابل کې يې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره د پاک افغان علماؤو په غونډو موافقه کړې، ويل کيږي چې په دې موضوع يې له توافق وړاندې خورا لوی بحث هم کړی دی.
درباري ملا طوره خلک له دې وړاندې په اندونيزيا، کابل او د سعودي هيواد په جده ښار کې هم سره راټول شوي وو، دوی د درې ځله هڅو په نتيجه کې هغه څه ترلاسه نه کړل چې د دربارونو لخوا يې ترې هيله کيدله، بلکې يوازې يې خپلې اصلي څېرې خپل پاک زړي ملت ته څرګندې کړې.
افغانانو ته «سوله» خورا ډير پاک نوم دی، چې په هيڅ صورت يې د دغسې بدنامو څېرو په توسط د راتلو او ليدو تمه نه لري او نه دې بل څوک دا تمه لري، چې د اشغال په شتون کې به يې د رښتينې سولې په نوم د مطلق ارامي په اوازو تير باسي. بس کټ مټ لکه درباري ملا شکله خلک چې له افغان ولس څخه د علماؤو په نوم کې نشي پټېدلای، دغه راز يې څوک د رښتينې سولې په پرده کې نورې شومې موخې هم له سترګو نهام کولی نشي.
زه د يو عام افغان په صفت د دواړو غاړو له واقعي علماء کرامو هيله لرم چې په دغسې بدنامونکو غونډو کې په ګډون کولو سره خپل علمي حيثيت ته زيان ونه رسوي؛ ځکه چې په دغسې غونډو کې د امريکايانو لخوا د افغانستان اشغال ته، چې د ټولو اسلامي او غير اسلامي نورمونو خلاف دی، د جواز ورکول هڅه کيږي او هغو ظالمانو او قساوتګرو ته، چې د ګردو اسلامي او بين المللي قوانينو خلاف پر افغانانو د ظلم چپه مېچنې چلوي، برأت ورکول کيږي.
که دوی په دې مهملو او بې ګټې غونډو کې ګډون وکړي، خدای مکړه نه يوازې به د عام ولس په منځ کې له ځان څخه د «امريکايي مفتي» نوم په لرې کولو ستړي شي، بلکې د “من أعان ظالما سلطه الله عليه” مصداق به هم وګرځي.
په دې کې شک نشته چې دغه غونډې د افغانستان د اشغال د پايښت او د امريکايي بشرخورو او داخلي لاسپوڅو د برأت په موخه ترسره کيږي او د دې لپاره دائريږي چې د دوی په وړاندې د روانې برحقې جهادي مبارزې رنګ پيکه او آن ناروا يې معرفي کړي. نغوذ بالله. په دې کې هم د شک ځای نه پيدا کيږي چې په دې غونډو کې اشتراک له ظالم سره د مرستې دوهم نوم دی؛ ځکه چې موږ له تيرو ۱۷ کلونو څخه په افغان ولس د امريکايانو او د هغوی د ملاتړو له لوري د داسې ظلمونو شاهدان يو، چې د نننۍ پيړۍ په درسته نړۍ کې يې بيلګه نشو موندلی؛ نو چې د ظالمو اشغالګرو يرغل برحق او روا وبلل شي، دا به بله څه معنی ولري، فلهذا واقعي علماء کرام بايد د دورخ غاړې ته له ورتلو ځان وساتي.

مخکینې مطلب

افغانستان له سریلانکا نه د آسیا جام لومړۍ لوبه وګټله

بل مطلب

نیکلسن: د سولي کاروان او فاکس نیوز باید د ټرمپ د قانع کولو لپاره وکاروو!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com