پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

نیکلسن: د سولي کاروان او فاکس نیوز باید د ټرمپ د قانع کولو لپاره وکاروو!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 18, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
جنرال جان نیکولسن

جنرال جان نیکولسن

149
ځلې شریک شوی
80
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۰۸)

دا هم ولولئ

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا معتبر سیاسي ویب سایټ ډیلي بیسټ د سپټمبر پر ۱۷ لیکي د تېري جولای په میاشت کي د متحده ایالاتو، برتانیې، ایټالیا، او په افغانستان کي د نورو ښکېلو هیوادونو عالي رتبه مامورینو په یو لړ مجلسونو کي دا پلان وضع کړ چي څرنګه په افغانستان کي د پاته کېدو طرح پر خپلو خلګو باندي خرڅه او ومني.

دا مجلسونه په افغانستان کي د ناټو د عمومي کانفرانس څخه فقط څو هفتې مخکي دایر وسول. پدې مجلسونو کي فیصله وسوه چي د نظامي عملیاتو په اړه باید په سوشل میډیا کي یو سلسله ویډیوګاني خپرې سي، او په افغانستان کي د سولي د کاروانونو په هکله معلومات خپاره سي. ډیلي بیسټ لیکي پدې مجلس کي دریو ګډونوالو موږ ته وویل چي زموږ لوی خنډ دا وو چي څرنګه جمهورریس ټرمپ پدې قانع کړو چي د افغانستان په اړه خپل نظر واړوي، او اجازه ورکړي چي په افغانستان کي د امریکا عسکر د نامعلوم وخت لپاره پاته سي.

هغوی وايی زموږ په نظر یوازنۍ لاره دا وه چي فاکس نیوز د ځان ملګری کړو.

هغوی وايي موږ فیصله وکړه چي د فاکس نیوز سره تماس ټینګ کړو، او د هغوی له ژورنالیسټانو څخه وغواړو چي د جنرال نیکلسن د قواوو سره په عملیاتو کي شرکت وکړي. یو عالي رتبه مامور وايي،«موږ غوښتل چي ټرمپ زموږ سره ملګري وي. خو حقیقت دا دئ چي زموږ مجلسونه عجیبه غوندي ول، ځکه موږ باور لاره چي دا یوازنۍ لاره ده چي ټرمپ به موږ ته غوږ ونیسي.»

د امریکا د دفاع وزارت او فاکس نیوز مسولین وايي چي د هغوی خبریالانو د امریکايي فوجیانو سره په عملیاتو کي برخه وا نه خیستله، خو په افغانستان کي د امریکايي قواوو قومنداني له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

ټرمپ له اوله سره د افغانستان د جنګ ختمول غوښتل. هغه حتی غوښتل چي د افغانستان جنګ خصوصي کړي. خو د دفاع وزیر جنرال متیس ټرمپ پدې قانع کړ چي په افغانستان کي د نامعلوم وخت لپاره امریکايي فوجیان او روزونکي وساتي. خو د هغه وخت راپدې خوا طالبانو زیات پرمختګ کړی دئ، او د هغوی دا پرمختګ ټرمپ ناامیده کړی دئ.

د فاکس نیوز سره مشورې پدې داسي وخت وسوې چي نیکلسن کوښښ کاوه چي په افغانستان کي د سولي پرلتونه او مارچونه تشویق کاندي. په کابل کي، امریکايانو هڅه کوله چي د همدې مارچونو په اړه تبلیغات زیات کاندي، څو طالبان د خبرو مېز ته راکش کړي.

د جنرال نیکلسن یو نژدې ملګری وايي،«نیکلسن واقعا غوښتل چي د سولي کاروان ادامه پیدا کړي، او تشویق ئې کړي. موږ عقیده دا وه چي دا یو متفاوت شی دئ، او پخوا نه وو پېښ سوی، او کېدای سي چي د سیاسي اهدافو لپاره استفاده ترې وسي.»

هغو خلګو چي د جنرال نیکلسن او د هغه د مېرمني، نوراین مکډونالډ، سره نژدې همکاري کوله، وايي چي مېرمن نیکلسن د سوشل میډیا په تبلیغاتو کي ښکېله وه، او تل ئې د سوشل میډیا پیغامونه او ستراتیژي رهبري کوله. مېرمن مکډونالډ نیکلسن د امنیتي چارو تحلیلګره ده، او له ډیر وخت راهیسي د افغانستان په مسایلو کي ښکېله ده.

ډیلي بیسټ ته ځینو امریکايي افسرانو وویل چي پدې دوبي کي امریکايي جنرالانو هڅه کوله چي په افغانستان کي پاته سي، ځکه هغوی باور لاره چي د افغان د اردو د تمرین کارونه پرمختګ کوي. خو اکثرو امریکايي عسکرو او افسرانو د هغوی لدې برداشت سره مخالف ول.

پدې وخت کي، د امریکا پر فوج باندي انتقادونه زیات سوي ول، او اکثرو غربي مطبوعاتو ویل چي پدې وروستیو میاشتو کي هغوی کوم د پام وړ نظامي پرمختګ نه دئ کړئ. د امریکايي جنرالانو د ستراتیژۍ یو جز دا وو چي د امریکا خلګ او جمهورریس ټرمپ پر نظامي عملیاتو باندي تمرکز و نه کړي، بلکي پر سیاسي اقداماتو باندي تمرکز وکړي،‌ او د طالبانو سره پر خبرو باندي تمرکز وکړي.

د دې مجلسونو ځینو ګډونوالو ډیلي بیسټ ته وویل چي ځینو امریکايی جنرالانو او دپلوماتانو اشرف غني دېته تشویق کړ چي د فاکس نیوز سره یوه مرکه وکړي، څو د ټرمپ توجه د افغانستان د جنګ طرف ته راجلبه کړي. اشرف غني د ۲۰۱۷ د مارچ په میاشت کي یوه مرکه وکړه، او پدې مصاحبې کي ئې کوښښ وکړ چي متحده ایالاتو ته دا وښيي چي په افغانستان کي به په اقتصادي پانګونه کي ګټه وکړي.

ډیلي بیسټ لیکي خو د طالبانو رسمي دریځ دا وو چي‌ هغوی به هیڅکله د امریکايي قواوو د وتلو د تقسیم اوقات پرته د کابل له حکومت سره خبرو ته کښېنني.

مخکینې مطلب

له بدنامو ملا شکلو د نيکنامې سولې اميد!!!

بل مطلب

کډوالو چارو وزارت: پاکستان کې افغانانو ته د تابعيت ورکولو هرکلی کړی

ځانګړي مطالب

خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com