شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

ښايي سږکال پارلماني ټاکنې وځنډول شي، د حکومت، ټاکنو کمېسيون او سياسي ګوندونو جريان

ح جلال نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 18, 2018
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
134
ځلې شریک شوی
87
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل— په لومړيو کې د ولسي جرګې د ټاکنو له لومړي ليست څخه پنځه دېرش نوماندان وويستل شول چې د يو شمير ولايتونو د ټاکنو سيمه ييز دفترونه يې وتړل او د ټاکنو کمېسيون په وينا د انتخاباتو چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.

له هغې وروسته د سياسي ګوندونو اييتلاف غوښتنه وکړه چې ټاکنې دې په بایومټريک سستم وشي، پر ټاکنو څارنه، دغه کمېسيون کې د حکومت مداخلې نه کول او یو لړ نور وړانديزونه هغه څه دي چې د ټاکنو د ځنډېدلو ګواښ يې رامنځته کړی دی.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

د ټاکنو له ليست څخه د ايستل شويو نوماندانو پلويانو په لوګر، ننګرها، کابل، پکتيا، بلخ او يو شمير نورو ولايتونو کې د سيمه ييزو ټاکنیزو دفترونه وتړل او ورسره سم د ټاکنو کمېسيون وياند او کمشنر حفيظ الله هاشمي وويل: ” که د اعتراض کوونکو لاريونونه او ولايتي کمېسيون دفترونه څو ورځې نور هم تړلي پاتې شي ښايي ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي”.

له هغې وروسته دا دی يوځل بيا د سياسي ګوندونو پلويانو له تيرو څو ورځو راهيسې په هرات، کندهار ، بلخ او تيره ورځ په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسیون د دفترونو دروازې قلف کړي دي.

دغه راز د ياد ګوند پلويانو ګواښ کړی که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي په راتلونکي کې به د نورو ولايتونو سيمه ييز دفترونه هم وتړي.

د بلخ پخواني والي او د “لوی ملي اييتلاف” غړي عطا محمد نور ګواښ کړی او په هرات کې يې د اييتلاف پلويانو په نيول کېدو غبرګون ښودلی په وينا يې (حکومت د څو تنو موټرسيکل سپرو طالبانو مخه نه شي نیولی، د خلکو د پراخ زور سره به څنګه زوازمايي وکړي).

نور ګواښ کړی، که د اييتلاف نيول شوي غړي ژر پرېنښودل شي نو چې هرڅه پېښ شول مسؤليت به يې د حکومت پر غاړه وي.

هغه ويلي، د خپلو غوښتنو تر پوره کې به کلک ولاړ وي او هيڅوک به يې مخنيوی ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د جوزجان اوسېدونکو، د جنبش ګوند پلويانو او قومي مشرانو په يوې غونډه کې د جوزجان او څو نورو ولايتونو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ګواښ يې وکړ (که‌چېرې د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت کې ښه‌والی رانه‌شي؛ را روانې ټاکنې به تحریم کړي.)

دغه راز وړمه ورځ د جنبش ګوند هم وویل، چې شمالي نا امنیه دی او په دغسې وضعيت کې په شمالي ولايتونو کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې نا ممکن دي.

جنبش ګوند ويلي، کندوز، تخار، جوزجان، بدخشان او سرپل ولايتونو کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت زيات خراب دی او انديښنه ده چې راتلونکې ټاکنې به په دغو ولايتونو کې ترسره نشي.

تر دې وړاندې هم د ټاکنو کمېسیون د یادو او نورو ګڼو ستونزو له امله د ټاکنو د ځنډولو ګواښونه کړي خو وړمه رځ د ټاکنو کمېسيون وياند او کمشنر حفيظ الله هاشمي وويل، په هغه ولايتونو کې به ټاکنې وځنډوي چې دفترونه يې تړل شوي وي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي، که روان وضعيت همداسې دوام پيدا کړي ښايي پر خپل وخت ټاکنې ترسره نه شي.

د ټاکنو کمیسیون د یو لړ ستونزو له امله له وړاندې په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې ځنډولي دي.

ټاکل شوې ده چې د روان کال د تلې مياشتې په اته ويشتمه نيټه د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

خو په عين حال کې د افغانستان لپاره د ملګر ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تاداميچي ياماماتو وايي، په افغانستان کې د ټاکنو کمېسيون او سياسي ګوندونو تر منځ د مخ پر زیاتېدونکو اعتراضونو او دفترونو تړل کېدو له کبله ښايي ستونزې زياتې او دغه ټاکنې له خنډ سره مخ شي.

نوموړي د سياسي ګوندنو او ټاکنو کمېسیون د مشکل د هواري ښه لاره خبرې اترې وبللې خو زياته يې کړه چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعيت د ټاکنو لپاره يو بل ستر خنډ دی.

دا ټولې اندېښنې او مسلې هغه څه دي چې د شنونکو په باور ښايي سږ کال پارلماني ټاکنې وځنډول شي زياتوي چې حکومت هم غواړي په ټاکنيزو کمېسيونونو کې په مداخلې سره خپل واک وغځوي او دغه ټاکنې ولسمشريزو ټاکنو سره يوځای ترسره کړي.

مخکینې مطلب

ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې نږدې شل ملکي وګړو ته مرګ ژوبل اوښتې

بل مطلب

سوریه: د روسيې نظامي الوتکه له څوارلس کسه سپرلۍ سره لادرکه شوې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com