(کابل ټکی کام جمعه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۴ل) :
دغه ویډیو چې په مبینه ډول رسنیو ته استول شوې، پوره ۱۲ دقیقې ده او د ويډيو نوم په پیل کې پښتو باندې لیکل شوی خراسان د مرتدینو مقبره .
دغه ويډيو چې د جمعې په ورځ د داعش تندلارې وسلوالې ډلې له لوري رسنیو ته استول شوې ده، افغانستان او پاکستان کې پر پوځيانو بريدونه د عامو ولسي خلکو وژنه او دېته ورته نور مظالم پکې عکاسي شوي دي .
د ویډيو په یوه برخه کې د پاکستان اورکزيو ایجنسۍ اړوند شاهو خېلو سیمه کې د پاکستان ملي پوځ په کتار بريد، خیبر ایجنسۍ پاکستاني عسکرو باندې د ډزو صحني هم ښکاري .
دغه راز ويډيو کې یو تن د خبرو په ترڅ کې د کراچي ښار کې د روان ميلادي کال مي میاشت کې د شعیه اسماعيليه په یوه بس باندې د بريد مسؤليت منلي چې ۴۵ تنه په کې وژل شوي وه .
همدارانګه افغانستان کې د پکتیا ولایت اړوند په یوه پوسته باندې د سپکو او درنو وسلو بريد، د مائن پاکانو په ډله باندې بريد او د دوي دوه موټرو سوځولو او د اچین ولسوالۍ په یو هسک غره باندې د داعش په مخالفت باندې د پاڅون کولو په تور د دوه تنو سرونه غوڅول او د دوو نور په ډزو وژل هم ښودل شوي دي .
د ويډيوپه پای کې يو ځوان هلک ليدل کيږي چې له نورو ملګرونه نه خداي پامانی کوي او بیا یو له بارودو نه ډک موټر د لوګر ولایت په یوه امنیتي پوسته الوځوي، د ننګرهار ولایت په دوو موټرو چاودنې، او اخوا پا کستان باجوړ ایجنسۍ کې د يو قومي مشر باندې د چاؤدنې مسؤلیت هم په غاړه اخلي .
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د افغانستان نه د ليدنې په مهال سيمه کې د يو نوي ګواښ رامنځ ته کېدو خبر هم ورکړ او زیاته يې کړه چې، اوس مهال د داعش سخت دريځه ډله د ننګر په مختلفو برخو کې خپلې جالې جوړوي او دغه ولايت کې خپل شتون قوي کوي، خو نوموړي پر دوي باندې د کومو خاصو عملیاتو خبره ونه کړه .
سليم بریال
















