کابل ټکی کام احمدالله مهاجر
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن کابل ته د ملي شوارء د نوې ودانۍ د پرانیستنې د مراسمو د لمانځلو او د یو لړ نورو موضوعاتو پر سر د خبرو کولو لپاره کابل ته راغی، چې ولسمشر غني او نورو چارواکو سره یې لیده کاته وکړل.
مودي د ملي شوراء د نوې ودانۍ د پرانیستنې په مراسمو کې وویل: «نن وياړم چې د افغانستان له ولسمشر غني او د ملي شورا له غړو سره دغه ودانۍ افغان ولس ته ډالۍ کوم.»
د یادونې وړ ده چې دغه ودانۍ د هند له خوا شاوخوا ۲۲۰میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
















