پکتيکا: د څلوېښت ميلیونه افغانيو په ارزښت د اوبو سربند جوړېدو چارې پيل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۸)

د پکتيکا ولايت د مرکز مربوط په خواجه خېلو سيمه کې د څلوېښت ميليونه افغانیو په ارزښت د اوبو سربند جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيکا والي الياس وحدت وايي، د یاد سربند په جوړېدو سره به لسګونه جريبه ځمکه خړوبه او د اوبو سستم هم منظم شي.

د مسوولينو په وينا، دغه سربند چې شپاړلس کيلومتره اوږدوالی لري، مالي بوديجه يې د نړيوال بانک له لوري ورکړل شوې او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په مرکز ښرنه کې د يوولس ميليونه افغانو په ارزښت د يوه کرنيز فارم د جوړېدو بنسټ ډبره هم کېښودل شوې او کار پرې روان دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button