چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دکربلا وارثین/ نعمان لطیف

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 20, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
303
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

د اشغال لومړني کلونه ول. طالبانو تازه په تازه مقاومت پیل کړی ؤ، دځای پر ځای شویو ماینونو په توسط یې د اشغالگرو همر ټانگونه له منځه وړل او وخت ناوخت به یې غلچکي بریدونه هم کؤل

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د زبر ځواک، نړیوال بدمعاش او مجهز پوځي تیکنالوژۍ پر وړاندې دمقاومت پیل، د امریکایي ځناورو حواس داسې وارخطا او ننگولي ؤ چې له کومه ځایه به یې دمقاومت معمولي او حتی شکمن څرک هم ولید، F16 جیټ الوتکو به په هغه سیمه داسې غرهار او تړار جوړ کړ، لکه قیامت چې وي او نړۍ را نړېږي

دهمهغه کلونو زموږ دکلي کیسه ده؛ د ورځې امریکایي زغرؤال همر (ټانگ) ځمکني ماین وخوړ، گومان کیده چې زیات شمېر امریکایي پوځیان پکې سوځېدلي دي، خو سیمه دستي قرنطین شوه او هیڅوک ونپوهېدل چې مړي زیات دي، که زخمیان؟!

شپه ده، توره تیاره ده، فضاء خاموشۍ نېولې ده، عالم په بېغمه خوب ویده دی، همدغه وخت دجیټ الوتکو اسمان څېرؤنکي غږونو ټول کلی له خواږه خوبه راویښ کړ

جیټ ولې راغلل؟! کیسه داسې ؤه؛ د یؤه کلیوال ښځه په ماشوم مریضه ده، خاوند یې له کور وتلی او څنگ ته دخواښې کور ته ورغلی دی. خواښې یې له ځانه سره خپل کور ته راوستې ده

خاوند یې بچیان پاڅولي دي او بله کوټه کې څملاست شوي دي

ماشوم پیدا شوی دی، دماشوم أنا له کوټې را وتلې ده، پخلنځای کې یې اور بل کړی دی تر څو ماشوم او مور ته یې، یو څه ضرورتونه تیار کړي

له کله چې خاوند له کوره وتلی دی، له همدغه ځایه ددوی حرکات تر څار لاندې راغلي دي او کله چې دماشوم أنا اور لگولی دی، ځناورو او یرغلگرو امریکایانو جیټ الوتکو ته امر کړی دی چې کور بمبار کړي

دکور په هره کوټه له F16 جیټ الوتکې یو ـ یو مېزایل وتوغول شو، کوټې په بل مخ واوښتلې

نړۍ ته د نوي راغلي ماشوم غوښې دمور په غوښو کې ورکې شوې، دپلار او دوه اولادونو غوښې څنگ ته کوټه کې، په یو او بل کې سره ورکې شوې. دماشوم أنا پخلنځي کې دځناورو امریکایانو، او دکوفي شمر دیارانو دغدر ټپونه په گونځې گونځې بدن وگالل او دکربلا دمعصومانو دقافلې غړېتوب یې برخه شو.

په سبا چې کتار جنازې اېښې وې او خلک ډلې ډلې راتلل، له لیږ پس پسک وروسته به یې سترگې په هغه لور واوښتې چېرې چې دکربلا دوه وارثانې ولاړې وې، په داسې حال کې چې له سترگو یې اوښکو دارې وهلې او په وینو ککړ او خړپړ مخونو یې دبېگاني وحشت ټول داستان جؤت انځور ؤ

همدغه شېبه چې کور بمباریږي، کشره خور (چې اته کاله عمر لري) مشره خور (چې لس کاله عمر لري) له خوبه پاڅوي، له کوټو لیرې دکلا یؤه کونج ته اودس ماتي ته ځي، په کور یو پر بل پسې مېزایل لگیږي، خو دوی دواړه چې همدغه مهال له کوټو وتلي دي خدایﷻ بچ کوي

موږ چې هر کال په لسم دمحرم الحرام دکربلا په مظلومانو اوښکې تویؤو، تر دې دا بهتره ده چې په اوس کې دکربلا دمظلومانو وارثان او دکربلا دغدارانو لاریانو تفکیک کړو، او د امام حسین او شمر پیروان جلا کړو

امریکایي یرغلگرو او ډالري غلامانو یې گام پر گام د شمر لاره تعقیب کړې ده، او کور په کور، هره شپه او شېبه، په هره پلمه او دوکه د امام حسین دقافلې لارویان په شهادت رسوي

په الله قسم دډېری شهید شویو او ژونديو مجاهدو طالبانو دکورنیو حال احوال کټ مټ لکه دکربلا دمعصومو آلِ بیتو په څېر دی

هغوی که گوټ اوبو پسې ترپکې ووهلې، له تندې یې ساگانې ورکړې او مبارک سرونه یې دغدارانو په نېزو کې وټومبل شؤل، دوی هم دهېواد په سم او غر کې په داسې وزنداره او بېکاره بمانو وویشتل شول چې دځینو غوښې دهوا مرغانو وخوړلې او ځینې یې ټوټه ـ ټوټه، او تار ـ تار په خاورو ومنډل.

ځینو د امام حسین دنېمگړو هیلو دتکمیل په پار دظالمانو خلاف له سینو باروت تاؤ کړل، او ځینې دځناور صفته دښمن، او د شمر لارویانو فاسفورسو او وحشت په اور او باروتو لولپه او کباب کړل.

ملخص دا چې؛ هغه څوک چې د امام حسین په مظلومیت اوښکې تویوي او دطالب په مقاومت او مظلومیت سترگې پټوي، د شمر لاروی او د امام حسین دښمن دی

امام دظلم او ظالم خلاف قیام کړی ؤ او تر قیامته دظالم خلاف قیام د امام رضي الله عنه نېغه او کامله اقتدا ده.

مخکینې مطلب

ننګرهار:بهرنیو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې ۱۰ ولسي وګړي وژلي

بل مطلب

پکتیا: د بې پیلوټه الوتکې په بیلابیلو بریدونو کې اربکی قوماندان او دوه زدکونکي وژل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com