د څمکنيو ولسوال: د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې دیارلس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹)
د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي، په څمکنيو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ له کبله ديارلس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د څمکنيو ولسوال عید محمد احمدزی وايي، بهرنيو ځواکونو نن غرمه مهال د يادې ولسوالۍ مربوط په (نوزي دره) کې هوايي بريدونه او بمبارۍ کړي چې په ترڅ کې يې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
د احمدزي په وينا، په ټپيانو کې ميرمنې او کوچنيان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال لس ولسي وګړي وژلي او څو تنه نور يې ټپيان کړي هم دي.
په وروستيو کې د بهرنيو او ګډو ځواکونو په عملياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي خو د بشري حقونو ادارې يې په اړه هيڅ پلټنې نه کوي او په دې اړه چارواکو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.



