د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني مشر او لوبغاړي شاهد افریدي د افغانستان-بنګله دېش د پرونۍ لوبې په اړه ویلي چې د افغانستان کرکټ لوبډله په ډېر لږ وخت کې د نه اټکل کېدونکو پرمختګونو په ترلاسه کولو توانېدلې ده.
شاهد افریدي تېره ورځ پر خپل ټوېټر د افغانستان او بنګله دېش په لوبه کې د افغانستان کرکټ ټیم د لوبېدلو ستاینه کړې، او زیاته کړې یې ده چې افغان لوبډلې په ډېره لږه موده کې نه اټکل کېدونکی پرمختګ کړی دی.
Such a joy to watch this wonderfully gifted and talented Afghanistan team! They have made incredible progress in such a short time. A real force in white ball formats, the cricketing world must watch out.
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) September 20, 2018
د یادونې وړ ده، تېره ورځ د اسیا جام ۲۰۱۸ سیالیو کې د افغانستان او بنګله دېش پنځوس آوریزه لوبه وه، چې افغانستان په ستر توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړه. افغانستان بنګله دېش ته ۲۵۵ منډې هدف وټاکه، خو بنګله دېش یوازې د ۱۱۹ منډو په جوړولو وتوانېد.
ټاکل شوې چې نن ماښام د افغانستان او پاکستان لوبډلې یو بل سره مخ شي – دا لوبه به د نورو لوبو په نسبت زیات کتونکي او مینه وال ولري.


















